د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

په ميدان وردګ کې چاودنې ٢ کسان ووژل


نن سهار په ميدان وردګو کې د عامو وګړو پر يوه موټر ماين چاودېدلی دی چې له امله يې اته تنه عام وګړي يا مړه او ژوبل شوي دي.

چاودنه نن سهار د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر يوه ټونس موټر شوې چې له امله يې تر اوسه پورې دوه تنه عام وګړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

په ژوبلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ميدانو وردګو د والي وياند عطاالله خان خوګياڼی وايي، نن سهار د اووه نيمو بجو په شاو خوا کې د کليوالو يو موټر د دايميرداد له سلطان خېلو څخه بل کلي ته روان وو چې د سړک پر غاړه خښ کړل شوی ماين ورباندې چاودېدلی دی.

دی وايي، ماين طالب وسله والو ځای پر ځای کړی وو او عامو خلکو موټر ورباندې ختلی دی.

په ژوبل شويو کسانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دی.

په پېښه کې ژوبل شوي کسان د دايميرداد روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په يې اړه مالومات نه دي تر لاسه شوي.

که څه هم چارواکي د سړک پر غاړه ماين خښول د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG