د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له ای.اېس. ای سره د هوکړه لیک په اړه د ولسي جرګې شرطونه


د افغانستان ولسي جرګه به سبا له پاکستان سره د استخبارتي معلوماتو د شریکولو د تفاهمم لیک په غبرکون خپل دریځ اعلان کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د ملي امنیت د شورا سلاکار باید د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې د کورني امنیت په کمیسیون کې ګډون کړی وای؛ خو یواځې د ملي امنیت ریاست رحمت الله نبیل ورغی او غونډه هم د تړلو دروازو تر شا روانه وه.

تر څو ساعته خبرو ورسته د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده راڅرګند شو او خبریالانو ته یې وویل چې د ولسي جرګې د شرطونو په نه منل کېدلو سره یاد تفاهم لیک به د جرګې له خوا لغو اعلان شي:

((د اوس لپاره هغه تفاهم نامه چې مخکې امضاء شوې وه؛ هغه دغه تفاهم نامه رد کیږي او لغو کېږي؛ موږ پرېکړه کړې چې هر چا دغه تفاهم نامه پېشنهاد کړې او په دې کې یې دغه تغیرات راوړي وو چې هغه مشاور د امنیت ملي دی؛ هغه به ولسي جرګې ته راوغوښتل شي او په دې اړه به پارلمان ته معلومات ورکړي چې په کوم دلیل دغې تفاهم نامې ته یې دومره دلچسپي درلوده او د دې کې په کومو مواردو کې یې تغیر راوستی و چې امنیت ملي په دې خبر نه و.))

خو د تړلو دروازو تر شا د ملي امنیت له رییس سره د کورني امنیت د کمیسیون غړو څه خبرې کړي دي؟

د دغه کمیسیون یوه بله عړې شکیبا هاشمي وايي:

((هغه چا چې غوښتي وو چې ورسته له دولسو ساعتونو نه ځني موارد دلته ځای پر ځای شي او د امنیت رییس پرې خبر نه و او دا سبا افشا کېږي او چا چې دا کار کړی؛ که هغه په هر پوست کې وي باید له صحنې لرې شي. تر څو په دې برخه کې ملي اجماع ونه شي؛ د ښاغلي نبیل په وینا چې امضاء شوی نه ګڼل کېږي.))

د پاکستان سره د استخبارتي معلوماتو د شریکولو د تفاهم لیک موضوع تېره اونۍ په خبرونو کې رتوده شوه او د افغانستان ملي شورا او یو شمېر سیاسي شخصیتونو یې په وړاندې غبرګون وښود.

د افغانستان د کورني امنیت د کمیسیون یو شمېر غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې افغانستان د پاکستاني چارواکو په تېرو پنځو سفرونو کې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار نه دي غوښتي چې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم په ناستو کې موجود وي او د دغه تفاهم لیک په لاسلیکولو کې هم له ده سره مشوره نه ده شوې.

سرچینه وايی چې حتی د دې موضوع پر سر ښاغلي نبیل د استعفا کولو پرېکړې ته هم رسیدلی دی.

خو د ملي امنیت شورا تر دې د مخه په دې برخه کې د ښاغلي اتمر او نبیل تر منځ هر ډول اختلاف رد کړی دی.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وايي؛ که ولسمشر وغواړی چې دا تفاهم لیک لاسلیک شي؛ نو باید پنځه شرطه په پام کې ونیسي.

اجرايي حدود معلوم شي. ټول موارد باید روښانه وي، د امنیت شورا او جمهوري ریاست باید د دغه تفاهم لیک په لاسلیکولو کې له غور نه کار واخلي او د له ټولو جهادي او سیاسي رهبرانو نه باید په دې برخه کې نظر واخیستل شی.

بل خو د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم د دغه تفاهم لیک لاسلیک کول د نه منلو وړ ګنلي او ویلي یې دي چې د افغانستان له د ښمن سره د تفاهم لیک لاسلیک کول دوی ته د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG