د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د اسیا د زړه هېوادونو د پنځمې ناستې د چمتوالي غونډه په اسلام اباد کې جوړیږي


ټاکل شوې چې د آسیا د زړه هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه د دوشنبې په ورځ د پاکستان په اسلام آباد کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په اسلام اباد کې د دوشنبې ورځې غونډه د آسیا د زړه هېوادونو پنځمې ناستې ته د چمتووالي په هدف جوړیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې ناسته کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی ګډون کوي.

نوموړي وویل چې د همدې هدف لپاره ښاغلی کرزی د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر کړی:

"د دوی د سفر هدف دا دی ترڅو د اسیا د زړه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د اسټانبول د بهیر د پنځمې ناستې د چمتووالي په غونډه کې ګډون وکړي؛ دا ناسته ټاکل شوې چې روان میلادي کال د نومبر په وروستیو یا هم د ډسمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې ترسره شي."

ویل کیږي چې د پاکستان په اسلام آباد کې د دوشنبې ورځې دغونډې ګوربتوب به د افغانستان د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر چوهدري عزاز احمد په غاړه وي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم ازادي راډيو ته د یوې خبرپاڼې په لیږلو سره د دې غونډې په اړه جزیات خپاره کړي.

په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې په دې ناسته کې د دولسو غړو هېوادونو استازي د شپاړسو ملاتړ کوونکو هېوادنو چارواکي او د دولسو نړېوالو او سیمه ییزو شرکتونو استازي برخه اخلي.

د اسټانبول پروسه د ۲۰۱۱ میلادي کال د نومبر په دوهمه نېټه په ترکیې کې پيل شوه چې تراوسه څلور غونډې ترسره کړې دي.

په دا ډول ناستو کې تر ډېره په سیمه ییزو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې په مسالې خبرې کیږي.

په عین حال کې د سیمهییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال بیا دا ډول ناستې د افغانستان لپاره بې ګټې بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل؛ تر هغې چې د غونډې پرېکړې عملي نه شي؛ نو دا ډول ناسې به په سیمه کې د بدلون سبب نه شي:

"په یوه دوه غونډو کې چې موږ ګډون کړی دی؛ زموږ تجربه دا ده چې دوی تل وايي چې افغانستان مهم دی او د افغانستان سوله د سیمې لپاره مهمه ده؛ خو له یوې غونډې نه تر بلې پورې د وضیعت د بدلون کومې نښې نه لیدل کيږي."

ښاغلي لېوال وویل په دا ډول ناستو کې تر ډېره په سیمه کې امنیت او سوله د غونډې مهمې خبرې وي؛ خو دا ډول څرګندوې او غونډې تراوسه په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د یو شمېر افغان کتونکو په وینا دا ډول ناستې تر ډېره نماشي بڼه لري او د افغانستان ستونزې په کې نه حل کیږي.

دوی وايي، که چیرې د آسیا د زړه هېوادونو د ناستو هدف په سیمه کې امنیت او سوله وي؛ نو باید د غونډې پرېکړې په عملي ډول خلکو ته څرګندې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG