د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د هېواد په شمال کې پر غیرمسووله کسانو د وسلو وېش اندېښنې پیدا کړي


د افغانستان ولسي جرګه او د امنیتي چارو کارپوهان، د حکومت له خوا غیر مسوولو کسانو ته د وسلو او مهاتو ویشل په اوږد مهال کې د هېواد په زیان بولي.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په شمال کې غیر مسوولو کسانو ته د وسلو او مهماتو د ورکړې خبره ردوي؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي او کارپوهان وايي؛ حکومت په شمال کې غیر مسوولو کسانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل حکومت باید غیر مسوولو کسانو ته وسلې او مهمات ورنه کړي او پرځای یې افغان امنیتي ځواکونو لاپسې پياوړي کړي:

"دغه کسان کېدای شي سبا د حکومت لپاره په یوه خنډ تبدیل شي؛ نو دولت باید په پوره غور او فکر سره اقدام وکړي؛ له غیر مسوولو کسانو نه په خپلوسیمو کې ولسونه په تنګ دي، که حکومت په خپل سره یو چاته په دې نامه چې په سیمه کې امنیت ساتم وسله ورکړي؛ نن خو به یې وساتي، خو دا کسان بیا سبا د حکومت لپاره په یوې سترې ستونزې هم بدلېدای شي."

نيوز ډېلي خپرونې د کندز د والي محمد عمرصافي له خولې لیکلي چې شااوخوا زرجنګيالي چې د ګڼ شمېرپخواني جهادي قومندانانوله خوا يې مشري کيږي؛ استخدام شوي او په وروستيو اوونيو کې ورته وسلې او پيسې ورکول شوي دي؛ څو د افغان ځواکونو په ملاتړ د وسله والو په ضد وجنګیږي.

ورځپاڼه د یو بل چارواکي له خولې لیکي چې دا ملېشې ځکه استخداميږي چې په سیمه کې ښه بلدیت لري او حکومتي ځواکونه يوازې نه شي کولای؛ د سخت دريځو مخه ونيسي.

خو د سیاسي د امنیتي چارو افغان کارپوهان په شمال کې غیر مسوولو ته د وسلو توزیع یو خطرناک کار بولي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ازادۍ راډیو ته وویل؛ په لنډمهال کې یاد وسله وال د حکومت په ګټه خو په اوږ مهال کې حکومت ته په یوه ستر سرخوږي بدلیږي:

"په احتمالي توګه کېدای شي په لنډ مهال کې نتیجه ورکړي؛ خو په اوږ مهال کې به داسې نه وي، خپله دا کار د ناامنیو، کورنیو جګړو او په اقلیت قومونو باندې فشار راوړلو ته زمینه برابروي؛ د حکومت دا اقدام به د افغانستان راتلونکې ته یو مشکل جوړ کړي."

هغه زیاته کړه، حکومت په کندز کې ځینو پخوانیو جهادي قوماندانانو ویشل شوې او همدارنګه یې په سرپل، بدخشان او یوشمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم په غیر رسمي توګه خلکو ته وسلې توزیع کړې دي.

دا چې افغان حکومت په شمال کې غیر مسوولو کسانو ته وسلې ورکړي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبره په کلکه ردوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډيو ته وویل چې افغان ځواکونو کولای شي چې د وسله والو پرضد جګړه وکړي:

"د کورنیو چارو وزارت وسلې نه توزیع کوي او دا زموږ پالیسي هم نه ده چې عامو خلکو ته وسلې ورکړو؛ موږ خپل امنیتي ځواکونه لرو، د افغانستان امنیت افغان ملي پولیس ساتي؛ د کورنیو چارو وزارت نه چاته وسلې ورکوي او په راتلونکي کې به هم چاته وسلې ورنه کړي."

خو په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی عبدالودود پیمان هم دا خبره منلې چې څه موده وړاندې د کندز په جګړه کې غیر مسوولو کسانو ته مهمات ویشل شوي دي.

نيوز ډېلي خپرونې لیکي، په دې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت هغې پاليسۍ ته زیان رسېدلای چې غوښتل یې د هغو او زورواکو نفوذ کم کړي چې په پخواني حکومت کې يې مهمې چوکۍ تر لاسه کړې وې.

د سیاسي چارو کارپوهان غیر مسوولو کسانو ته د وسلو او مهماتو ورکړه یوه ناکامه تجربه بولي او وايي چې په افغانستان دې ته ورته تجربه په ۸۰ مه لسیزه کې هم تکرار شوې چې بلاخره د وخت د حاکم نجیب الله حکومت په کې نسکور شو.

کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې که چېرې غواړي له غیر مسوولو کسانو څخه د وسله والو په ضد په جګړه کې استفاده وکړي؛ باید غیر مسوولو وسله وال په دولتي چوکاټ کې داسې منظم کرای شي چې حکومت ته پوره وفادر او د بېرته منحل کولو صلاحت هم د حکومت په لاس کې وي نه د سیمه ییزو زور واکو په لاس کې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG