د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

نن به اسلام اباد د "اسيا زړه" کنفرانس کوربه وي


ټاکل شوې، چې نن (دوشنبه) د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د آسیا د زړه د هیوادونو د پنځمې غونډې د جوړیدو لپاره د چمتوالي په لړ کې یوه مقدماتي غونډه جوړه شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، چې دغې غونډې کې به د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي، خو مشري به يې د اففانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرټر اعزاز احمد چوهدري پر غاړه وي.

په اسلام اباد کې د اسيا زړه د هېوادونو دا غونډه د استنبول د غونډې د پروسې په تعقیب ترسره کیږي.

د تېر ميلادي کال په اکتوبر کې د استانبول د کنفرانس پر مهال، چې په چین کې جوړ شوی و، پاکستان د ۲۰۱۵ کال د غونډې کوربه توب منلی و.

د اسيا د زړه د هېوادونو يا د استانبول بهير په نامه د غونډو دغه لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني افغان ولسشمر حامد کرزي حکومت د افغانستان د حالاتو په اړه په سیمه يیزه کچه د تفاهم د زیاتیدو لپاره پیل کړ، چې تراوسه ددغه بهیر د غړيو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور غونډې جوړې شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، چې په نننۍ غونډه کې به د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د دولسو غړو هیوادونو پر استازيو سربیره، ددغه بهیر د شپاړس ملاتړکوونکيو هیوادونو استازي او همداراز د دوولسو سمیه يیزو او نړیوالو ټولنو استازي برخه واخلي.

ددغه سفارت وياند برکت الله رحمتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او د اجنډا په اړه يې وويل:

"ددې غونډې اجنډا د اسيا زړه د کنفرانس لپاره چمتوالى نيول دي. په په دغې کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او افغانستان ولسشمر ګډون کوي، ځکه چې د اسيا زړه د کنفرانسونو د پروسې تمرکز په افغانستان دى نو مشري به يې هم ددې هېواد پر غاړه وي."

ددغه کنفرانس وروستۍ غونډه د تېر ميلادي کال په جولايي مياشت کې په چین کې جوړه شوې وه، چې پر نورو سربیره پکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی و.

که څه هم لا تراوسه ددغه بهیر د پېنځمې غونډې د جوړېدلو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا غونډه به ښايي د روان کال په پاى کې جوړه شي.

دا وزارت همداراز وايي، چې داسلام آباد په غونډه کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمې غونډې ته اعلامیه هم ترتیب شي.

د يادونې وړ ده، چې د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر کارپوهان دا ډول غونډې د افغانستان د سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې ارزوي او وايي، چې ښايي ښې پايلې به ولري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG