د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پوردستان: افغانستان او پاکستان کې د داعش حضور د ایران لپاره ګواښ دی


د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور د خپل هېواد لپاره ګواښ بولي.

احمدضیا پوردستان پارلمان ته په وینا کې وویل، هېواد یې له نویو ګواښونو سره مخامخ دی.

د ایران دا جګپوړی پوځي مقام دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، چې اسلامي دولت ډله په افغانستان کې په ډېر جدیت سره د جنګیالیو د استخدام په حال کې ده.

د ایران د ځمکنيو ځواکونو قوماندان په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور او د ایران د ناامنه کولو لپاره د دې ډلې هڅو ته د اشارې په ترڅ کې د دې هېواد د پوځ د تجهیز پر اړتیا ټینګار وکړ.

جنرال احمدضیا پوردستان پارلمان ته په وینا کې وویل، چې داعش ډله د ایران پولو ته نژدې فعاله ده:

((نن د دې تکفیري او تروریستي ډلګۍ ځواکونه زمو سرحدونو ته نژدې پراته دي.))

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل، هېواد یې د ګواښونو له یوې نوې څپې سره مخامخ دی چې د بڼې او اندازې له پلوه تر پخوا توپیر لري.

پوردستان همدا راز یادونه وکړه، چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش د پښو پل لیدل کېږي او په داسې شرایطو کې د ایران پوځي ځواکونه باید ښه تجهیز او سمبال شي.

ده هغه ګواښونه هم یاد کړل چې داعش تېر کال د ایران لپاره جوړ کړي وو.

د ایران د ځمکنيو ځواکونو قوماندان دا اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپیل د شنبې په ورځ وویل، داعش ډله په افغانستان کې د جنګیالیو د استخدام په حال کې ده خو تراوسه یې عملیات نه دي پیل کړي.

کمپبل خبریالانو ته وویل، داعش د خپل پرمختللي کمپاین په ترڅ کې د ټولنیزو شبکو له لارې په افغانستان او پاکستان کې جنګیالي استخداموي.

کېمپبل زیاته کړه، هغه وسله وال طالبان چې په تېرو لسو کلونو کې د افغان حکومت د پرځولو په مقصد له خپلې جګړې څخه ناامېده شوي دي له داعش ډلې سره يوځای کېږي، خو ښاغلي کمپبل خبرداری ورکړ چې داعش ډلې ته به اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر حضور ولري.

جنرال کمپبل همدا راز یادونه وکړه، چې د افغانستان خلک عموماً د اسلامي دولت ډلې له نظریاتو سره جوړ نه دي او همدا مسئله کېدای شي چې په افغانستان کې د دې ډلې د پرمختګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG