د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

تمنا: د استانبول پروسه د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې لري


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، د اسیا د زړه هېوادونو یااستانبول پروسه د دغه هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز رییس فرامرز تمنا وایي، افغان حکومت توانیدلی چې د دغه بهیر له لارې د سیمې هېوادونه ګډو ګواښونو او مسولیتونو ته متوجې کړې.

په داسې حال کې، چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د اسیا د زړه هېوادونو یا د استانبول د پروسې د پنځمې ناستې د یوې مقدماتي غونډې کوربه دی، د بهرنیو چارو وزارت وایې چې دا بهیرد افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز رییس فرامرز تمنا د دوشنبې په ورځ د همدې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د استانبول پروسه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره یو ښه فرصت دی:

((تراوسه د پام وړ پرمختګونه شوي دي دا چې افغانستان اوس د سیمې له نورو هېوادونو سره د ګډو ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي.

د اسیا د زړه هېوادونو یا استانبول پروسې غړي د اعتماد جوړونې له لارې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي همکاریو د جلبولو په هڅه کې دي.))

ښاغلي تمنا وویل، کومې ستونزې چې اوس مهال د سیمې هېوادونه ورسره مخامخ دي، لامل یې د افغانستان شخړې نه بلکې سیمه ییزې ریښې لري.

د دغه بهیرد پنځمې غونډې مقدماتي ناسته د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړیږي، چې د افغانستان له لوري د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په کې ګډون لري.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې به د اسیا د زړه د هېوادونو د کنفرانس د دولسو غړو هېوادونو پراستازيو سربیره، د دغه بهیرد شپاړسو ملاتړکونکو هېوادونو او همدا راز د دولسو سمیه يیزو او نړېوالو ټولنو استازي برخه واخلي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وایې، چې د استانبول د پروسې د پنځمې غونډې اجنډا د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او له نوو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو جلبول دي.

د استانبول افغانستان محوره پروسه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ترکیې په استانبول ښارکې جوړه شوه، چې هدف یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي همکاریو رامنځ ته کول او د ثبات ټينګښت دی.

د افغانستان په ګډون پنځلس هېوادونه د دغه بهیرغړیتوب لري، چې پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، هند، روسیه، اذربایجان، ترکیه، چین، متحده عربي امارات او سعودي عربستان دي.

دغه راز شپاړس نور هېوادونه او دولس نړېوال او سیمه ییز سازمانونه یې ملاتړکوي.

د دغه پروسې څلورمه غونډه تیرکال په چین کې جوړه شوې وه.

خو دا او دې ته نور نړېوال کنفرانسونه د افغانستان لپاره څه لاسته راوړنې لري؟!

همدا موضوع مې د سیاسي چارو له کارپوه او د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکزله رییس روح الله امین سره مطرح کړه:

((په دې کې هیڅ شک نشته، چې د سیمې قدرتونه لکه ترکیه او اوس د سیمې بل مطرح قدرت پاکستان، خپلې اجنډا وې لري. خو موږ ممکن د دا ډول پروګرامونو یوازینی ګډون کونکی اوسو، چې په ډیرو کمو لاسته راوړنو حیران کیږو او معمولا خالي لاس راګرځو.))

ښاغلی امین وایې، د افغان حکومت بل سترعیب دا دی، چې د افغانستان په اړه د نړېوالو غونډو پریکړې نه تعقیبوي او یوازې په ژمنو او خبرو اکتفا کوي.

کارپوهان وایې، چې د سیمې له هېوادونوڅخه د افغانستان د ثبات لپاره د عملي او صادقانه ژمنو اخیستل ډیره مهمه ده او افغان حکومت باید په نړېوالو او سیمه ییزو غونډو کې د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره کوښښ وکړي.

XS
SM
MD
LG