د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

کارپوهان: په شمال کې د محلي ملیشو جوړول ښايي ناوړه پایلې ولري


د امنیتي چاروکارپوهان او د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي په شمال کې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره د محلي ملیشو جوړولو ته اندیښنه لري.

دوي وايي، ویره لري چې هسې نه د پخوانیو قومندانانو او زورواکو بیا مسلح کول به د نوویمې لسیزې د کورنۍ جګړې خطرونه پیدا کړي.

لویدیځو چارواکو او ډیپلوماټانو ویلي، چې د افغانستان امنیتي چارواکي غواړي د شمال په یو شمېر ولایتونو کې محلي ملیشې جوړې کړي.

راپورونه د کندز د والي محمد عمرصافي په حواله وايي، چې په دې ولایت کې د طالبانو او بهرنیو وسله والو د ځپلو لپاره لا دمخه د محلي ملیشو زرکسیزه ځواک جوړ شوی دی.

دغه رازځینو لویدیځو دیپلوماټانو ویلي، چې د افغانستان امنیتي چارواکي غواړي په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته محلي ملیشې جوړې کړي.

د امنیتي چاروکتونکي او د ولسي جرګې غړي بیا ټینګار کوي چې د محلي ملیشو جوړول ښايي ناوړه پایلې ولري او که دا وسله وال له حکومتي کنټرول څخه ووځي نو دا به د محلي زورواکو ترمنځ د شخړو او د نویو امنیتي ستونزو د پیدا کیدو سبب شي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دې نظردی چې د دې ملیشو د جوړولو په موضوع کې باید له زیات احتیاط او دقت کار واخستل شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي بیا اندیښنه لري چې د محلي ملیشو جوړیدل او د سیمه ییزو زورواکو بیا مسلح کول به د خپل منځي جګړو اور کلي په کلي او کور په کور ورسوي.

میرمن کوفي وايي، د افغانستان خلکو د محلي ځواکونو ناکامه تجربه لیدلی ده او د غیرمسولو وسله والو ډلو جوړیدل به نورې ستونزې وزیږوي.

خو ځینو افغان مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط لویدیځو رسنیو ته ویلي چې افغان امنیتي ارګانونه به د محلي ملیشو جوړښت او د هغوي فعالیتونه په دقت سره څاري او دا ملیشه به د حکومت په امر او کنترول سره فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG