د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د ازادي راډیو د دوو ځوانیمرګو خبریالانو د تلین شپې او ورځې


نن سبا د ازادي راډیو د دوو ځوانو خبریالانو حسیبې شهید او زبیر ژمن د تلین شپې ورځې دي.

ځوانیمرګې حسیبه شهید شااوخوا درې کاله مخکې او ارواښاد زبیر ژمن کال مخکې همدغه مهال د ژوند پور ورپرې کړ.

ازادي راډیو د دواړو یاد تل پاتی او ژوندی ساتي!

پسرلی دی خو د ازادي راډیو د دوو ځوانیمرګو همکارانو د عمر پاڼې همدا شپې، ورځې ژېړې او د بیلتون باد د خاموشانو دنیا ته یوړې.

هو زبیر ژمن او حسیبه شهید.

ژمن لیکوال و، ژباړن و او ژورنالیست او په ازادي راډیو کې د خبر د برخې د پښتو څانګې مشر.

دوه اثره یې ژباړې چې چاپ شوي هم دي، خو د دریم لپاره یې ګوتو له قلم سره یارانه ونه کړه اوکال مخکې په همدغو شپو ورځو کې په ناڅاپي ډول د ورپېښې ناځوانې ناروغۍ له امله ځوانیمرګ شو.

ژمن ولاړو، خو یاد یې ژوندی دی، همکاران یې لاهم ښه یادوي او ښې ته یې د دعا لاسونه لپه کوي.

په کابل کې د ازادي راډیو د خبرد برخې مسوولین اسدالله لودین او جمشید حبیب زاده د ځوانیمرګ زبیر ژمن په اړه وايي:

لودین:

((د زبیر ژمن کرکټر او اخلاق کله هم د هېرېدلو نه دي، زبیرژمن ډېر ښه شخصیت و او ډېرښه اخلاق یې درلودل او ما چې په دفتر کې له ده سره کار کوو د ده له اخلاقو او کرکټر نه ډېر متاثره وم.))

جبیب زاده:

((ژمن صیب دې خدای وبخښي واقعاً یو ښه انسان و، انسان دوست او خدا پرست و او نه یې غوښتل چې د چازړه ورنه خوا بدی وي.))

همدا فصل او همدا موسم او همدا د زبیرژمن د ځوانمیرګۍ شپې ورځې، درې کاله مخکې هم په موږ د ویر شیبې وې.

هغه شیبې چې د حسیبې شهید د بنګړو شرنګا یې یوړه، شاعره، لیکوال او ژورنالیسته حسیبه شهید په خپل تخلص پسې ولاړه او یوې ترافیکي حادثې د تل لپاره د مرګ تورې کومې ته ټېل وهله.

حسیبې شهید ډېرکلونه په کابل کې د ازادي راډیو د خبریالې او بیا د ازادي راډیو په مشال څانګه کې هم د ژورنالیستې په توګه کار کړی.

په پراګ کې د ازادي رادیو همکارصالح محمد صالح حسیبه شهید د اجتماعي خویونو درلودونکې او یوه زړوره میرمن ګڼي، صالح وايي:

((حسیبه شهید زموږ له زړورو همکارانو څخه وه، زړوره ځکه ورته وایم چې یوڅوکاله مخکې یې په یوې پېښه کې خاوند ووژل شو او د دې په ګډون یې د کورنۍ څو غړي ټپیان شول، ما فکر کاوه چې دغې پېښې به د دې په روحیاتو ډېربد تاثیرکړی وي، خو داسې نه وه، هغه د حالاتو په وړاندې ډېره زړوره او د نورو لپاره یوه سرمشق غوندې وه.))

د ازادي راډیو د مشال د برخې همکاره انیسه اجمل هم همدا خبرې کوي:

((ما چې له حسیبه جانې سره څومره وخت تېرکړی و، چې کله به هم ما لیده نوخندل به یې، یعنې کله مې په غصه نه ده لیدلی او یا دا چې ترفشار لاندې وي، یعنې که د کارپه برخه کې و یا په هرڅه کې، که څه هم د هغې ژوند له خپګانونو ډک و، خو تندی یې چا تریو ونه لیدو او یا دا چې فریاد یې کړی وي، چې ورته به دې کتل نو ژوند به په کې ښکاریدو خوله بده مرغه چې ژوند یې کم و او ژر له موږه ولاړه. خو تل به یې یادوو او زموږ په زړونو کې به اوسیږي.))

سپرلۍ به راشي

پاڼې به شنې شي

ژوندۍ به کله دا هدیرې شي

شناختې دي ځوانې

کیسې ناکامې

ستونې مې ډک شي

زرې زرې شي

سپرلۍ به راشي

پاڼې به شنې شي

ژوندۍ به کله دا هدیرې شي

ازادي راډیو د خپلو دغو دوو ځوانیمرګو همکارانو یاد ژوندی ساتي.

روح دې ښاد او د قبر چم دې شین وي!

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG