د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

له پاکستان سره د افغان چارواکو هوکړلیک حقوقي اعتبار بخښلی


د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، د پاکستان له استخباراتي ادارې سره افغان حکومت له وړاندې تفاهم لیک لاسلیک کړی او حقوقي اعتبار یې ورکړی دی.

دې جرګې یاد تفاهم لیک د منلو وړ ونه باله او ټینګار یې وکړچې د ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت د ادارې رییس او مرستیال باید په دې اړه دوی ته وضاحت ورکړي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د افغان حکومت د استخباراتي اطلاعاتو تفاهم لیک د دغو هېوادونو د ملي امنیت مرستیالانو لاسلیک کړی دی.

د دې جرګې غړیو د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، که څه هم دا تفاهم لیک له مخکې لاسلیک شوی او حقوقي اعتبار لري خو چارواکي باید دوی ته وضاحت ورکړي.

د خلکو استازیو وویل، چې له ای. اس. ای سره تفاهم لیک په داسې حال کې لاسلیک شوی چې ولسمشر او اجرایه رییس هم له مخکې بې خبره پريښودل شوي و او په دې کارکې ډېره ناهمغږي موجوده وه.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون یوه غړي عبدالقیوم سجادي عمومي غونډې ته د تېرې ورځې د سري غونډې د رپوټ د لوستلو پرمهال د یاد تفاهم لیک د لاسلیکیدو مساله یاده کړه:

((که څه هم د ملي امنیت ریس وویل، چې دا تفاهم لیک الزامي نه دی ځکه چې رییسانو لاسلیک کړی نه دی مرستیالانو دا کار کړی.

دا چې مرستیال د خپلې ادارې په استازیتوب دا کار کړی دا مهمه نه ده چې دا تفاهم لیک الزامي دی که نه خو اصلي خبره دا ده چې دا تفاهم لیک د ادارې د مرستیال په لاسلیک سره حقوقي اعتبار خپل کړی دی.))

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس میرداد نجرابي وویل، د پاکستاني استخباراتو په لاس د افغان امنیتي منسوبینو روزنه، له جلاغوښتونکو څخه نه ملاتړ او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن بلل هغه مسایل دي چې له امله یې دا تفاهم لیک دوی ته د منلو وړ نه دی.

د ولسي جرګې د یادو درېیو کمیسیونونو استازیو وویل، چې افغان حکومت تراوسه پورې هم دا تفاهم نامه دوی نه ده سپارلې او تېره ورځ د ملي امنیت رییس هم له دوی سره په لیدنه کې له ځانه سره نه وه وروړې.

ولسي جرګې په داسې حال کې له ای. اس. ای سره د افغان حکومت د تفاهم لیک د لاسلیک مساله یادوي چې د ملي امنیت ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دغه تفاهم لیک وروستي کیدل او لاسلیک رد کړ.

دې ادارې وویل، چې د یاد تفاهم لیک په اړه بحث روان دی او د سیاسي او جهادي مشرانو او ملي شورا نظریات به پرې اخیستل کیږي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي بیا د دوشنبې ورځې د غونډې په پای کې وویل، چې له افغان ولسمشرسره یې په یوه غونډه کې دا مساله یاده کړې او هغه ژمنه کړې چې په دې برخه کې له پوره احتیاطه کار اخلي.

ښاغلي ابراهیمي وویل، د دې لپاره چې له ای. ایس. ای سره د تفاهم لیک په اړه وکیلان هم پوه شي ښه ده چې چارواکي په دې اړه عمومي غونډې ته ورشي:

((جمهور رییس وویل، چې د غونډې د ټولو ګډونوالو نظریات واوریدل او په اړه یې محتاطه یو.

هغه وویل، چې د یوې مسودې په حد کې ده او له هغې پورته څه نه دي شوي.

زما په نظر د ولسي جرګې د اهمیت په پام کې نیولو سره دا چارواکي یوه ورځ راغواړو چې موږ ته معلومات راکړي او له هغې وروسته د دغه تفاهم لیک په اړه تصمیم نیسو.))

د ولسي جرګې رییس وویل، د دې لپاره چې له پاکستان سره دا تفاهم لیک حساس دی باید په اړه یې ښکیلې خواوې له پوره غوره کار واخلي.

له ای. ایس. ای سره د معلوماتو د تبادلې تفاهم لیک په داسې حال کې لانجې زیږوي چې ځیني کارپوهان په دې اړه د بیا کتنې سپارښتنه کوي او وايي، که یې خنډونه حل نه شي کیدای شي د دغه تفاهم لیک په اساس پاکستان له تروریزم سره په ګډه مبارزه کې یوڅه مرسته وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG