د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د اسيا زړه په کنفرانس کې د افغانستان په سولې، اقتصاد او نورو موضوعاتو بحث وشو


د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى
د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى وايي؛ په اسلام اباد کې يې د اسيا زړه د کنفرانس پر مهال د پاکستان د چارواکيو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له جګپوړو چارواکيو سره د افغانستان په امنيت؛ د سولې په پروسې او د دې هېواد د اقتصادي ودې په اړه بحث وکړ.

نوموړى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د آسيا د زړه هېوادونو - اسټانبول پروسې د لوړپوړو چارواکيو يو ورځنی کنفرانس وشو چې د روان کال په پاى کې په پاکستان کې د دې پروسې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو کنفرانس لپاره پر اجنډا او تياري غور وکړي.

د دغه يو ورځني کنفرانس مشري د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر اعزاز چوهدري په ګډه کوله.

دغه کنفرانس د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرانیست.

نوموړي په خپلې وينا کې يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار وکړ چې د سيمې سوله او ثبات د افغانستان په سولې او ثبات پورې تړلى دى او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې له هر امکانه کار اخلي.

نوموړي کابل ته د صدراعظم نواز شريف وروستي سفر ته په اشاره وويل چې دغه سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ خپلمنځي اړيکې لا پراخې او ژورې کړي دي.

په عين حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي په افغانستان او پاکستان کې د موجودو امنيتي ننګونو پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د کنفرانس په پاى کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال دغه کنفرانس له لاسته راوړنو ډګ وباله او ويې ويل:

"دا د قلب اسيا غونډه وه چې اکثريت سفيران او خاص نمايندګان راغلي وو چې د افغانستان په امنيت؛ د افغانستان د سولې په پروسې باندې بحث وشو؛ د افغانستان په اقتصادي مسایلو باندې مو هم بحث وکړ. ډېره مفيده جلسه وه، ډېر دستاوردونه يې درلودل."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دغه غونډه کې د دوولسو نورو غړيو؛ شپاړسو ملاتړو هېوادونو چارواکيو او دوولسو نړېوالو او سيمه یيزو سازمانونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

که څه هم دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسيا زړه يا اسټانبول پروسې د پینځم کنفرانس نېټۀ وټاکي چې ښايي د روان کال په پاى کې په پاکستان کې جوړ شي؛ خو په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي چې دې غونډه کې يواځې د دغه کنفرانس په جوړېدو بحث وشو؛ نېټه به يې پاکستان او افغانستان وروسته وټاکي.

د دغه وزارت وياند برکت الله رحمتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"د اسيا زړه د پروسې غړي او د پروسې ملاتړ کوونکيو هېودادونو او سازمانونو به چې په ننني پروګرام کې يې برخه اخيستې وه؛ د دغې غونډې لنډيز خپلو اړوندو وزارتونو او مرکزونو ته ولېږي؛ څو د راتلونکيو کنفرانسونو لپاره چمتووالى ونيسي.

هغه کنفرانس چې افغان ولسمشر په کې ګډون کوي؛ د هغه نېټه لا تر دې دمه نه ده ټاکل شوې؛ د هغه په اړه به پاکستان او افغانستان پرېکړه کوي او بيا به نور غړي او ملاتړ کوونکي هېوادونه او سازمانونه خبروي. ټاکل شوې ده چې په دې اړه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په راتلونکي کې بحث وشي."

د آسيا زړه هېوادونو - اسټانبول پروسه ۲۰١۱کال کې پيل شوې وه چې افغانستان کې د ارامۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه د کار کولو لپاره د سيمې هېوادونه له يو بل سره نژدې کړي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروسې وروستۍ غونډه د تېر ۲۰۱۴م کال اکتوبر کې د چین په بيجنګ کې شوې وه چې افغان ولسمشر اشرف غني په کې ګډون کړي و.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG