د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

په چین کې له طالب استازو سره د سولې خبرې نه رد او نه تایید شوې


له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو په اړه ویل شوي چې چین بیا د دغسې یوې غونډې کوربه و.

د سولې د عالي شورا یوشمېرغړي وايي؛ د موضوع حساسیت ته په پام سره دا خبره چې ګوندې دغه خبرې ترسره شوي؛ نه ردولی اونه هم تاییدولی شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي په دې وروستیو کې په چین کې د طالبانو له مشرانو سره د دې شورا د یوه جګ پوړي مرکچي د ترسره شویو خبرو خبره نه تاییدوي؛ خو پر دې مسالې ټینګار کوي چې د سولې پروسه ډېره حساسه ده او کله هم ځینې غونډې په ډېره محرمانه توګه ترسره کیږي.

په چین کې د سولې د خبرو مساله امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې افشا کړې او ویلې یې دي؛ په دې خبرو کې چې تېره اونۍ د می په نولسمه او شلمه د چین د شیجین ایالت په مرکز اورمچي کې ترسره شوي؛ د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه مهم استازي معصوم ستانیکزی او درې طالب مشرانو چې د کوټې له شورا سره نژدې اړیکي لري؛ ګډون کړی و.

ښاغلی ستانیکزی چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس و؛ تردې غونډې یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د دفاع د وزیر په توګه ونوماوه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي مولوي قلم الدین چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼی یې د دې غونډې په اړه ځینې څرګندونې خپرې کړي؛ له آزادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم له دې غونډې بې خبري څرګنده کړه؛ خو ویې ویل چې ځینې غونډې ډېرې حساسې وي او یواځې محدود کسان پرې خبروي:

والسټریټ ژورنال د یوه ډیپلوماټ له قوله چې نوم یې نه دی ښودلی وایي چې دا د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره مقدماتي خبرې وې او له دې کبله د اهمیت وړ دي چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای.اېس.ای او د چینایي چارواکو له خوا یې زمینه برابره شوې وه.

د راپورونو له مخې چین له دې مخکې هم د طالبانو او د افغانستان د حکومت د چارواکو ترمنځ د سولې مقدماتي خبرو ته زمینه برابره کړې وه.

د افغانستان د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو مشرحبیب الله فوځي هم په چین کې د ترسره شویو خبره مساله تایید نه کړه؛ خو ویې ویل چې د سولې عالي شورا هڅه کوي چې هرڅومره ژرله طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

د والسټریت ژورنال له راپورسره سم په دې خبرو کې طالب مشرانو عبدالجلیل، ملامحمد حسن رحماني او ملا عبدالرزاق ګډون کړی و چې د ورځپاڼې په وینا؛ یوشمېر کسانو چې د طالبانو له غورځنګ سره اړیکې لري؛ ویلي، دا درې واړه د طالبانو مهم مشران دي چې د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره هم نژدې اړیکي لري.

د طالبانو د دغو مهمو څېرو خبره د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي مولوي قلم الدین هم والسټریت ته کړې. هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې هم دا مساله تایید کړه او ویې ویل چې دا درې واړه طالب مشران د هغو په نسبت چې په قطر کې میشت دي او د سولې خبرې مخ ته وړي؛ مهم دي.

طالبانو دا رد کړې چې د دوی درې مشرانو په چین کې د سولې په خبرو کې برخه اخیستې ده. د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي که څه هم په اورمچې ښار کې د ترسره شویو خبرو په اړه بې خبري څرګنده کړه؛ خو تاکید یې وکړچې دوی هیله من دي چې افغانستان ژر د سولې او ثبات خاوند شي او په دی برخه کې چین لېواله دی چې رغنده رول ولوبوي.

د والسټریټ ژورنال له راپور سره سم په چین کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای.اېس.ای په مرسته دغه خبرې یواځې څو ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي چې د دې ادارې او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د همکاری یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د ورځپاڼې په وینا په دې کارسره ظاهرا ای.اېس.ای غوښتل چې د سولې په روانو هڅو کې خپل ښه نیت ښکاره کړي.

XS
SM
MD
LG