د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

کندهار: له وسله والو سره نښته د حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسیده


په کندهار ولایت کې د افغان سرتیرو او سله والو مخالفینو ترمنځ نښته د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.

دوه تنه وسله وال طالبان تیره شپه اته بجې د کندهار ښار د عالي دارالمعلمین ودانۍ ته پورته شوه او له هغه ځای یې پرافغان امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړي.

د کندهارامنیتي چارواکي وايي، چې دغه نښته کې دوه برید کوونکي او یوه ملکي میرمن وژل شوي اوشپږ پولیس ټپیان شوي دي.

پخواني:

په کندهارکې د افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته اوس هم ادامه لري.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، چې تیره شپه یو شمېرطالبان د کندهارښار د عالي دارالمعلمین د لیليې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه له پر پولیسو ډزې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د حمله کوونکو شمېر دوه تنه دی او د پولیسوله خوا ورسره مقاومت کیږي.

صمیم وویل، چې په دغه نښته کې تر دا مهاله پنځه پولیس ټپيان شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې په دغه نښته کې ګڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پخواني:

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه یو شمېر وسله وال مخالفین د کندهار ښار د عالي دارالمعلمین د لیليې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه پر پولیسو ډزې کوي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیوته وویل، چې یاد وسله وال تیره شپه اته بجې دغه ودانۍ ته پورته شوي او تراوسه مقاومت کوي.

صمیم وویل، چې په دغه نښته کې تر دا مهاله یوازې درې پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پيښه کې محصلینوته زیان نه دی رسیدلی او افغان سرتیرو د پيښې پر مهال له لیليې څخه را ایستلي دي.

د یوه بل خبرله مخې تیره شپه په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، چې د پيښې قربانیان د پاخه عمر لرونکي خلک دي.

تر دا مهاله د دې دواړو پيښو په اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG