د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

کوټه: په هدفي پېښو کې څلور وژل شوي او شپږ ټپيان دي


د بلوچستان د اوسني ايالتي حکومت تر شاوخوا دوه کلنې مودې وروسته د کوټې ښار امنيت يو ځل بيا له نظره شو او په تېرو دوو ورځو کې په دې ښار کې د هدفي وژنو درې پېښې شوې دي.

پرون د دوشنبې په ماسپښين نامالومو وسله والو د کوټې په کندهاري بازار کې د چاى پاڼو پر دوکان ناببره ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل. د پېښې ځاى ته څېرمه د سټي تاڼې پوليس وايي د ډزو په نتيجه کې په دوکان کې ناست سپين ږيرى دوکاندار چې وايي؛ له هزاره قوم سره يې تړاو درلود؛ و وژل شو او يو لاروى ټپي شو.

دويمه پېښه د کوټې ښار په منځ کې پر جناح سړک د (سليم کمپليکس) په نامه شخصي روغتون ته څېرمه وشوه، نامالومو وسلوالو په يوه موټر کې پر سپرو کسانو ډزې وکړې، چې دوه تنه يې پکې و وژل او د دوو ښځو په شمول څلور تنه يې ټپيان کړل. په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول شيعه مذهبه هزاره ګان وو.

د دغو پېښو په ضد د هزاره قوم لسګونه قهرجن مظاهره چېان سړکونو ته را ووتل، د احتجاج په توګه يې ټايرونه و وسوځول او د ښار دوکانونه د سترګو په رپ کې و تړل شول. احتجاج کوونکي د لومړۍ پېښې د قرباني شوي تن له مړي سره څو ساعته د بلوچستان د پوليسو د مشر د دفتر مخې ته کښېنستل او د خپلو خلکو د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مجلس وحدت مسلمين په نامه د شيعه مسلمانانو د ډلې يوه مشر آغا رضا له رسنيو سره په خبرو کې پر هزاره ګانو د حملو پړه پر حکومت ور واچوله او تور يې و ولګاوه، چې د پاکستان صدراعظم په شيعه- سني جګړو کې لاس لري:

″نوازشريف او د هغه ټوله کورنۍ په دغو پېښو کې لاس لري، نوازشريف او کورنۍ يې د سعودي عربستان پر ايجنډا کار کوي، تر څو چې هغوى د دغو کسانو- چې پر شيعه مذهبه خلکو حملې کوي- له سره لاس وانخلي دا پېښې به همداسې دوام لري. که د دې مخنيوى ونه شي، موږ به له پېښوره تر کوټې، له ګلګت بلتستانه تر کراچۍ د پاکستان ټول ښارونه په احتجاجونو و تړو.″

دريمه پېښه هغه وخت وشوه چې د هزاره قوم خلکو د ښار دوکانونه د احتجاج په توګه په خلکو په زوره و تړل او د حکومت په ضد يې شعارونه ورکړل. د جناح سړک په سر کې (زهري جومات) ته څېرمه خلک د لمانځه لپاره را ټول شوي وو، چې نامالومو کسانو ډزې پر وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړل. په ټپيانو کې د يوه تن حالت مرګونى وو، چې په روغتون کې يې ساه ورکړه. دغه دوه تنه عام خلک وو، چې د عيني شاهدينو په وينا احتجاج کوونکيو هزاره ګانو ورباندې ډزې وکړې.

د دغو پېښو مسووليت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر شيعه مذهبه هزاره ګانو د حملو مسووليت اکثر سني وسلوالې ډلې لښکر جنګوي پر غاړه اخيستى دى.

په کوټه کې پرونۍ پېښې وروسته له هغه وشوې، چې د يکشنبې په ورځ نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو د ښار پر مسجد سړک پر يوه دوکان ډزې وکړې، د پښين اوسېدونکي دوه تنه يې- چې سره وروڼه يې- ټپيان کړل، يوه تن ساه ورکړه او دويم لا هم د کوما په حالت کې په روغتون کې بستر دى.

تر دغو پېښو وروسته ماخوستن ناوخته د بلوچستان د اعلى وزير په دفتر کې د امنيت په اړه يوه غونډه وشوه، چې پکې د کوټې ښار د امنيت پر ټينګښت خبرې وشوې او په ترڅ کې يې په کوټه ښار کې تر يوې مياشتې پورې پر موټرسايکل د دوو کسانو پر ګرځېدو بنديز اعلان شو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG