د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

مشرانو جرګه: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته باید زمینه برابره شي


د افغانستان مشرانو جرګه له حکومت غواړي چې ژرترژره باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته زمینه برابره کړي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د واک قانوني موده نږدې یوه میاشت وروسته پای ته رسیږي؛ مشرانو جرګه له حکومت غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته په خپل وخت زمینه برابره کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې انتخابات یو ضروري اصل دی او حکومت او نړېوالو ټولنه باید ورته چمتوالی ونیسي:

((د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو انتخابات یو اشد ضرورت دی، تر ټولو مهم کارونه او د ډیموکراسۍ لپاره یوه حیاتي اړتیا ده؛ هر څومره چې ژر کېدای شي حکومت او نړېواله ټولنه دې ورته چمتوالی ونیسي، په هر شکل یې چې کوي، د افغانستان ملت باید ته زمینه برابره کړي.))

د افغانستان د اساسي قانون د درې اتیایمې مادې له مخې د ولسي جرګه د کار دوره پنځه کاله ده او د سرطان په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتیجو له اعلان څخه وروسته پای ته رسیږي او نوې شورا په کار پیل کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولسي جرګې یوشمېر غړیو هم له حکومت په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.

خو د ملي شورا د دواړو جرګو له دې غوښتنو سره - سره لا هم د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو نېټه نه ده مشخصه او د جمهوري ریاست چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې دغه انتخابات به له خپل وخته یو کال وروسته ترسره شي.

بل خوا د ملي وحدت حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند وايي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د حکومت په لومړیتوبونو کې دي؛ خو له هغې وړاندې باید انتخباتي نظام اصلاح شي.

جاوید فیصل ازادي راډیوته وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به له ټاکلې مودې وځنډیږي:

((انتخابات تر خپل قانوني وخت ځنډیږي؛ ځکه د اصلاحاتو کمېسیون باید کار وکړي؛ تراوسه د انتخاباتو دقیقه نېټه نه ده مشخصه شوې؛ حکومت به هغه وخت د انتخاباتو لپاره دقیقه نېټه تعین وي؛ کله چې د انتخاباتو د اصلاح کمېسیون کارونه پای ته ورسیږي او پېشنهاد شوي اصلاحات راشي.))

د ملي وحدت حکومت د توافقنامې په اساس حکومت باید له هرډول انتخاباتو وړاندې انتخاباتي نظام اصلاح شي چې په برخه کې یوکمېسیون هم جوړشوی؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله یې تراوسه کار نه دی پیل کړی.

یوشمېرسناتورانو ویل، حکومت په فرعي کارونو مصروف شوی او هغه اساسي کارونه چې د انتخاباتو ترسره کول دي؛ شاته اچولي.

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي؛ هر څومره چې ژر امکان لري، د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون باید په کار پیل وکړي؛ څو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانوانتخاباتو ته په مناسب وخت کې زمینه برابره شي.

دوی وايي، که حکومت په خپل وخت لاس په کار نه شي؛ نو په انتخاباتو به چې د ډیموکراسۍ اصل دی؛ د خلکو اعتبار لمنځه ولاړ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG