د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال "رضایان" محاکمه علني نه وه


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جیسن رضایان محاکمه چې په ایران کې بندي دی، نن د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.

رضایان چې ایراني ټبری امریکنی دی، په جاسوسۍ تورن دی او ویل کیږي چې په انقلابي محکمه کې دی او یوازې یو مدافع وکیل یا څارنوال ورسره دی.

د ایران دولتي خبري اژانس وایي، د رضایان میرمن یګینه صالحي چې هغه هم یوه ژورنالیسته ده، د رضایان او یوې بلې ښځینه عکاسې سره محکمې ته حاضر شول.

یګینه صالحي له رضایان سره یوځای په تهران کې نیول شوې وه، خو وروسته په ضمانت سره خوشې شوه او نن محاکمې ته حاضره شوه.

د دې کسانو محاکمه د تهران د انقلابي محکمې په پنځلسمې څانګه کې جوړه شوې او دا هغه څانګه ده چې سیاسي دوسیې او یا هم د ملي امنیت اړوندې قضیې په کې پرمخ وړل کیږي.

د میزان انلاین په نامه خبري اژانس چې د ایران قضایي سیستم سره تړاو لري، وایي: د محاکمې لومړې غونډه له درېیو ساعتونو وروسته پای ته ورسیده. د رضایان ورور، علي رضایان د محاکمې په اړه وویل:

((دا چې ګوندې د ځینو امنیتي دلایلو له امله محاکمه د تړلو دروازو تر شاه ده، په مطلق ډول د خندا وړ او بې اساسه خبره ده.

زما په اند یوازینی دلیل یې ممکن دا وي چې له خلکو څخه دا مساله پټه وساتله شي چې په قضیه کي شواهد نشته.))

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې ورځې ګڼه کې لیکلي، د رضایان محاکمه به له نړۍ څخه پټه وي.

ورځپاڼې د دغه خبریال په بند کې ساتل غیرعادلانه عمل بللې دی.

XS
SM
MD
LG