د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ولسمشر غني: خلک، رسنۍ او مدني ټولنې دې د وزیرانو د پلانونو د تطبیق بهیر وڅاري


جمهور رییس اشرف غني وايي د وزیرانو د سلو لومړیو ورځو کاري پلان به جدي څارل کیږي او د هغه وزیر په اړه به تصمیم نیول کیږي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه وي کړی.

بالاخره د کابینې د کاري پروګرامونو د تشریح لړۍ چې د جمهور رییس پر وړاندې د وزیرانو لومړۍ ازموینه بلل کیږي؛ پیل شوه.

جمهور رییس اشرف غني د وزیرانو د سلو کاري ورځو پلانونو د تشریح په پرانستې غونډه کې په ټینګار سره وویل چې د خلکو د باور د حاصلولو لپاره لنډمهال او اوږدمهاله پروګرامونه یو له بله بیلوي او غواړي چې خلک په خپلو سیمو کې بنسټیز بدلونونه وویني.

ښاغلی غني په لنډ مهال کې د ټولو کارونو بشپړول ناممکن بولي خو وایي؛ حکومت د خلکو خدمتګار دی او په سلو دې ورځو کې باید هر وزیر خپل لومړني پلانونه بشپړ کړي.

نوموړي له خلکو، رسنیو او مدني ټولنو وغوښتل چې د وزیرانو د پلانونو تطبیق پروسه وڅاري او د کوم وزیر د ژمنو د نه عملي کېدو په صورت کې به حکومت د هغه په اړه تصمیم نیسي:

((په دې مرحله کې وزیر صاحبان د خدماتو تر سره کولو مسوول دي؛ د سلو ورځو کارونه د ملي شورا سره کمک کوي چې د وزیرانو نظارت وکړي؛ حکومت خلکو ته مسول دی او خلک به زموږ له کارونو خبر شي؛ هر وزیر او د افغانستان ولسمشر د خلکو خادم دی؛ په دې موده کې باید وزیران باور حاصل کړي؛ تر څو وتوانیږي، نور کارونه سرته ورسوي.))

ښاغلي غني وویل، د ده د کاري دورې د پای ته رسېدو پورې به دا پروسه دوام لري او د هرو سلو ورځو له پوره کېدو وروسته به د یوې میاشتې په موده کې د ټولو وزیرانو کارونه ارزیابي کیږي.

جمهور رییس محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې له فساد سره مبارزه؛ د افغانستان د قضایي او عدلي ارګانونو اصلاح او د لویو پروژ پیلېدل هغه کارونه دي چې دی به یې په خپله وڅاري.

له دې سره د کابینې د سلو ورځو لومړی پلان د پنځو لومړیتوبونو سره د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني له خوا له رسنیو سره شریک شو.

دیني عالمانو او جوماتونو ته خدمات، ذهنیت جوړونه او د عقیدتي پروګرامونو همغږي، د حج په پروسه کې د لازمو سهولتونو رامنځته کول؛ د اوقافو او اداري اصلاحاتو لپاره کار کول ښاغلي عثماني د سلو لومړیو ورځو د کارونو په نوم یاد کړل.

ښاغلي عثماني وویل، په هېواد کې علماوو شورا جوړوي او په هره میاشت کې د دیني زده کړو دېرش علما د دوه اونیو لپاره متحده عربي اماراتو ته د سیمینارونو لپاره لیږي.

د افغان حکومت دا وزیر وايي؛ د پلان د تطبیق لپاره بشپړ توان لري او د ازموینې په توګه به هڅه کوي؛ ورڅخه بریالی راووځي.

((دا زما لومړۍ ازموینه ده او له سلو ورځو وروسته به تاسې وګورئ چې زه عملي کار کولای شم که نه؛ زه هیله لرم هغه څه چې په پروګرام کې لرو؛ له هغې هم ډېر کار وکړم تاسې ملت ورخطا کیږئ مه،

هغه چې ما یې په اړه وویل؛ انشاءالله په دې سلو ورځو کې به عملي شي.))

هغه ټینګار وکړي چې د اوقافو غصب شوي ځمکې به راوګرځوي او او د زده کړو په شمول د سږ کال حاجیانو لپاره به ډير نور سهولتونه ایجاد کړي.

د وزیرانو د سلو کاري ورځو د پلان تشریحلړی داسې وخت پیلیږي چې خلک او د افغانستان مدني ټولنې په بې صبرۍ انتظار وباسي چې جمهور رییس او ټاکل شوي کابینه خلکو ته په ورکړل شوو ژمنو عمل پیل کړي.

خلک او د مدني ټولنې غړي وايي انتظار باسي چې جمهور رییس د دې پروسې له لارې په وزارتونو فشار وساتي؛ تر څو ټول نظام د یوه ماشین په توګه په فعالیت پیل وکړي.

XS
SM
MD
LG