د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د افغانستان د وضعیت په اړه د دوه امریکایي ډیپلوماټونو اندیښنې


د افغانستان تجربه لرونکي دوه پخواني امریکایي ډیپلوماتان د دې هېواد وضعیت ته اندیښمن دي.

په افغانستان کې د وسله والو طالبانوله لوري د بریدونو زیاتوالی، د اسلامي دولت ډلې د حضور او د ملي یووالي د حکومت نه اغیزمنتوب هغه عمده مسایل دي چې په افغانستان کې د امریکا دوو پخوانیو سفیرانو پرې اندیښنه څرګنده کړه.

رولانډ نیومان چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ یې په کابل کې د امریکا د سفیرپه توګه دنده ترسره کړې وویل، وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې حملو ته ځکه زور ورکړی چې غواړي له یوې خوا د ولسمشر اشرف غني حکومت کمزوری کړي او له بلې خوا د سولې د احتمالي خبرو له پیلیدو سره د جګړې په ډګر کې خپل وروستی زور ازموي.

((زما په نظر موږ باید دا ومنو چې که خبرې پیل هم شي، جګړې به نورې هم سختې شي ځکه طالبان به هڅه وکړي چې د جګړې له ډګره پرخبرواترو د خپل نفوذ د زیاتوالي لپاره کار واخلي او موږ باید د دې انتظارولرو چې سږ کال به د جګړو له پلوه سخت کال وي.))

نیومان چې اوس په واشنګټن کې د ډموکراسۍ لپاره د امریکایي اکاډمۍ د تحقیقاتي انسټیټیوټ مشر دی د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې د طالبانو د حملو په مخنیوي کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا وستایله خو د ملي یووالي د حکومت پر اغیز منتوب یې اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل، چې ورځ تر بلې افغانان له خپل حکومته مایوسه کیږي:

((زه ډیر د ملي یووالي حکومت ته اندیښمن یم. دا حکومت د اصلاحاتو او د کارونو د ښه ترسره کیدو لپاره ډیر ښه فرصتونه لري خو هغه ډیر ورو مخ ته ځي.

ما اوریدلي چې افغانان ورځ تر بلې مایوسه کیږي. زما په فکرد ملي یووالي حکومت ته پکار ده چې زیات اقدامات وکړي، دا حکومت خبرې ډیرې کوي خو تر اوسه یې ډیر څه نه دي ترسره کړي.))

ښاغلی نیومان چې د افغانستان بایلونکې او ګټونکې جګړې په نامه یې یو کتاب چاپ کړی زیاته کړه که څه هم ولسمشر اشرف غني غواړي چې کارونه ښه مخ ته یوسي خو د دې لپاره چې د خلکو باور خپل کړي باید حکومت یې وښیي چې یو څه لاس ته راوړنې لري.

د افغان ولسمشراشرف غني په مشری حکومت په داسې حال کې په کار پیل کړی چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو محارب ماموریت د تیر میلادي کال په پای کې ختم شو او افغان امنیتي ځواکونو ته د ټول هېواد امنیتي مسولیتونه سپارل شوي دی.

په اوس وخت کې له لسو زرو څخه زیات نړېوال سرتیري چې ډیری برخه یې امریکایان دي په دې هېواد کې حضور لري او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ځلمی خلیل زاد وایي، افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه له هره پلوه په خپلو پښو نه دي دریدلي چې وکولای شي د طالبانو او د داعش په نامه د نوې ډلې د ګواښونه مخه ونیسي.

ښاغلی خلیل زاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر پریکړې انتقاد وکړ چې غواړي د ۲۰۱۶ کال ترپایه د امریکایي سرتیرو ډیری برخه له دې هېواده وباسي.

هغه وویل، امریکا باید د افغانستان وضعیت ته پام سره د خپل پوځي حضور په اړه پریکړه وکړي او بیا پخوانی تیروتنه تکرار نه کړي او هم د عراق له وضعیته درس واخلي.

خلیل زاد چې د افغانستان د مخکینی ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کوله پر طالبانو سربیره افغانستان ته د یوې بلې داعش په نوم ډلې احتمالي ګواښونوته په اشاره وویل، چې امریکا ته پکار ده چې داسې یوه ستراتیژي ولري چې د دغې ډلې د فعالیت مخه ونیسي.

رونالډ نیومان چې له خلیل زاد وروسته یې د افغانستان لپاره د دوکلونو په مخ د سفیر په توګه دنده ترسره کړی هم د خلیل زاد له دې خبرې سره موافق دی چې متحده ایالات باید د اسلامي دولت ډله له نژدې وڅاري او په دی اړه چې ایا دغه ډله د افغانستان لپاره بالقوه ګواښ دی، ارزونه وکړي.

ښاغلی نیومان په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګیدو په هڅو کې د پاکستان رول ته د شک په سترګه وکتل او ویې ویل، دې هېواد هیڅکله هم دا نه ده ښودلې چې په دې برخه کې دې ریښتیني همکاري کړي وي.

نیومان د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې په وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو ادارې په چین کې د طالب مشرانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ خبروته زمینه برابره کړې ويې ویل:

((ماهیڅکله نه دي لیدلي چې د پاکستان حکومت دې په رښتیا پر طالبانو زیات فشار راوستی وي.

زه نه پوهیږم چې صدراعظم نوازشریف په رښتیا کولای شي ای. اس. ای کنټرول کړي.

باید منتظر و اوسو.

دغه ډیرې ښایسته خبرې دي خو د ورځې په پای کې به معلومه شي چې څه نتیجه ورکوي.))

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د چین په اورومچي ښار کې د طالبانو درې مشرانو د افغانستان د سولې د عالي شورا له یوه مهم استازي سره کتلي دي او دغو خبرو ته هم ای اس ای او د چین حکومت زمینه برابره کړې وه.

خو طالبانو رد کړه چې دغه خبرې دې ترسره شوي وي او د افغانستان د سولې عالي شورا هم د مسالې حساسیت ته په پام سره دا مساله نه تایید او نه هم رد کړه.

خوپه افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رونالډ نیومان په وینا هرڅومره چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ کیږي ښایي همغومره به موږد جګړې د سختیدو شاهد واوسو.

XS
SM
MD
LG