د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د معصوم ستانکزي په اړه به یو مکتوب ولسي جرګې ته واستول شي


د افغانستان حکومت د فاع وزارت ته د نوماند معصوم ستانکزي په اړه یو رسمي مکتوب نن ولسي جرګې ته استوي.

ولسي جرګې ته دغه رسمي مکتوب دې ته زمینه برابروي چې دا جرګه د کابینې وروستي وزیر ته د رایې ورکولو پروسه پیل کړي.

له دفاع وزارت پرته ولسي جرګې د کابینې نورو ټولو غړیو ته د باور رایې ورکړي دي.

په پارلماني چاروکې د دولت وزیرغلام نبي فراهي ازادي راډیوته وویل چې ټول هغه سندونه چې ولسي جرګه ورته اړتیا لري تیار شوی او نن به دې جرګې ته واستول شي.

افغان ولسمشراشرف غني تیره اونۍ معصوم ستانکزی چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا د ریس په توګه یې دنده ترسره کوله، د دفاع وزارت ته ونوماوه او وروسته یې هم د دې وزارت سرپرست وټاکه.

د ولسي جرګې اداري هییت وایي، د رسمي مکتوب له رسیدوسره سم به دا جرګه خپله کاري پروسه پیل کړي.

د ولسي جرګې د منشي دوهم مرستیال عرفان الله عرفان پرون ازادي راډیو ته وویل چې د مکتوب له ترلاسه کیدو وروسته به د معصوم ستانکزي په اړه د رایې اخیستو نیټه وټاکي:

((موږتمه لرو چې هر څومره ژر چې کیدای شي اسناد ترلاسه کړو او هغه د پارلمان د تایید وړ وګرځي ترڅو په امنیتي سکتور کې اوسنۍ خلا ډکه شي او وکولای شو چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ښو پلانونو او پرمختګونو شاهد واوسو.))

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له تشکیله شاوخوا اته میاشتې تیریږي خو دا حکومت په دې موده کې نه دی توانیدلی چې د دفاع وزارت څوکۍ ډګه کړي.

لومړی یې جنرال شیرمحمد کریمي د دفاع د وزیر په توګه ولسي جرګې ته ور وپیژاند چې ونه توانید له دې جرګې د باوررایه ترلاسه کړي.

دوهم ځل یې جنرال افضل لودین دې وزات ته ونوماوه خو د هغه د نومول کیدو مساله تر ولسي جرګې ونه رسیده او په خپله له دې پوسته تیرشو.

د راپورونوله مخې د د فاع وزارت ته د یوه شخص د نومول کیدو پر سر د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شوي چې ولسي جرګې ته د دفاع د وزیر د نومول کیدو مساله وځنډیږي.

XS
SM
MD
LG