د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کابل د تیرې شپې نښته کې څلور حمله کوونکي وژل شوي


د کابل امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د کابل ښارد تیرې شپې نښته د څلورو حمله کوونکو په وژلو سره نن سهار پای ته ورسیده.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډیوته وویل چې په دغه حمله کې ملکي کسانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

وسله وال طالبان چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، تیره شپه د وزیرمحمداکبرخان مېنې په سیمه کې د هیټل په نوم پر یوه میلمستون حمله وکړه.

د روانې میاشتې په پیل کې د کابل پرپارک پېلس میلمستون د حملې په ترڅ کې د څو بهرنیانوپه ګډون ۱۴ تنه وژل شوي و.

پخوانی:

د افغانستان امنتیي چارواکي وایي، د کابل په وزیر اکبرخان مینه کې د تیرې شپې حمله اوس پایته رسیدلې ده.

د کابل د امنیي قوماندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډيو ته وویل، نښته نن سهار شاوخوا شپږ بجې پای ته ورسیده.

ښاغلی رحیمي زیاته کړه، په دغه حمله کې ځلور حمله کوونکي وژل شوي او ملکي کسانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

د کابل په وزیراکبرخان مينه ډله ییزه حمله تیره شپه شاوخوا یوولس بجې پيل شوه
دغه حمله د وزیر اکبرخان د دیارلسم او پنځلسم سړګونوترمنځ په یوه میلمستون کې شوې وه.

ځیني لودیځ اژانسونو وایي، د حمله کوونکو هدف د استاد رباني پورې مربوط یو هوټل و، په دغه هوټل کې بهرني او کورني میلمانه اوسیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د کابل پر پارک پیلس میلمستون د حملې په ترڅ کې د څو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي و.

پخواني:

د کابل وزیر اکبرخان مینه تیره شپه د قوي چاودنو او د درنو وسلو د ډزو شاهده وه.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له مخې د کابل د پولیسو ویاند عبادالله کریمي ویلي چې ګومان کیږي دغه حمله به پر یوه میلمستون شوې وي.

کریمي زیاته کړه چې په سیمه کې د لاسي بمونه غږونه اوریدل شوي.

په وزیر اکبرخان مینه کې څو سفارتونه او دولتي ودانۍ موقعیت لري.

دا سیمه په تیرو وختونو کې هم وسله والو طالبانو د حملو لپاره په نښه کړې وه.

تر اوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه ارقام نه دي ورکړل شوي او نه هم کومې ډلې د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی.

د روانې میاشتې په پیل کې د کابل پر پارک پلس میلمستون د حملې په ترڅ کې د څو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG