د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف ستره مجسمه


د ترکمنستان د پلازمینې، عشق اباد په زړه کې پرون [دوشنبه] د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له یوې سترې مجسمې پرده پورته شوه.

په عشق اباد کې پرون د ښار ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د ترکمنستان حکومت د کورونو د ویجاړولو یو پراخ پروګرام پيل کړی دی.

د ازادي راډیو د ترکمنستان څانګه وايي، د ولسمشر بردي محمدوف حکومت په وروستیو څو میاشتو کې، د خلکو زرګوونو کورونه ویجاړ کړي خو هغوي ته یې بدیل نه دی ورکړی او نه یې څه مرسته ورسره کړې ده.

http://www.rferl.org/content/qishloq-ovozi-turkmenistan-homes-demolished/27015305.html

د ولسمشر بردي محمدوف نوې مجسمه 6 متره ده چې د سپین مرمر په څه باندې، 15 متره لوړه ډبره ایښودل شوې ده. د مجسمې نوم [اقاداګ] یا د وطن ساتونکې دی چې د ترکمنستان حکومت یې په جوړولو کې د پيسو سپما نه ده کړې.

د ترکمنستان دولتي مطبوعات او د ولسمشر بردي محمدوف پلویان هغه ته د وطن د ساتونکي خطاب کوي. په دې مجسمه کې ولسمشر بردي محمدوف د سرو زرو پر اس سپور دی چې د مرمر پر ډبره ولاړ دی.

ګارډین ورځپاڼې یې دا عکس خپور کړی دي:

http://www.theguardian.com/world/2015/may/25/horse-turkmenistan-president-statute-berdymukhamedov

دا مجسمه په 24 قراطه سرو زرو پوښل شوې ده.

د زادي راډیو راډيو ترکمني څانګه وايي چې دا په ترکمنستان کې د ولسمشر بردي محمدوف اوله مجسمه نه ده خو تر اوسه د هغه تر ټولو ستره مجسمه ده.

په ترکمنستان کې دا دود، له پخواني ولسمشر سپرمراد نیازوف [ترکمن باشي] څخه پاتې شوی دی خو ښايي له هغه سره په سیالۍ کې برابريدل اسان کار نه وي.

نیازوف په ترکمنستان کې ډیرې لویې لارې، سرکونه، فابریکې او فارمونه او حتی د کسپین پر سمندرګي یو بشپړ ښار د ځان په نوم کړی وو، خو ولسمشر بردي محمدوف تر اوسه داسې نه دي کړي.

په عشق اباد کې د پخواني ولسمشر سپرمراد نیازوف د سرو زرو مجسمه لږترلږه 12 متره لوړه وه او پر 75 متره لوړځای ايښودل شوې وه.

خو د ازادي راډیو ترکمني څانګه وايي چې دا ښايي د ولسمشر بردي محمدوف وروستۍ مجسمه نه وي او کېداي شې چې نورې یادګاري مجسمې اوڅلي جوړ کړي.

د جون نهه ویشتمه، د ولسمشر بردي محمدوف د زیږیدو کلیزه ده او په دې مناسبت، په عشق اباد کې د لوي پارک د جوړولو کار روان دی. رپوټونه وايي چې دا پارک ښايي د جون د میاشتې په وروستیو کې پرانیستل شي چې د ولسمشر د کلیزې وخت ته نږدې دی. پر دې اساس، اټکل کېږي چې داسې نور یادګاري ځایونه به هم د ولسمشر په نوم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG