د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

پیرس: د اصلاحاتو په راوستو به له افغانستان سره مرسته کیږي


 بریتانیا نوې سفیره،کرین پیرس
بریتانیا نوې سفیره،کرین پیرس

په کابل کې د بریتانیا نوې سفیره وایې، نړېواله ټولنه به هغه وخت د افغانستان له انتخاباتي نظام سره مرسته وکړي، چې په دغه نظام کې اصلاحات راشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو ځنډ د ملي وحدت حکومت ته زیات انتقادونه متوجې کړي، د بریتانیا سفیره وایې، نړېواله ټولنه به د افغانستان له انتخاباتي نظام سره تراصلاحاتو وروسته مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا نوي سفیرې میرمن کرین پیرس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه مرستې بندې شوي نه دي، بلکې په اصلاحاتو پورې مشروطې دي:

((د نړېوالې ټولنې مالي مرستې نه دي بندي شوي، بلکې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په جوړیدو او د کار په پیلیدو کې یې د ځنډ له امله ځنډول شوي دي. هرکله چې دا کمیسیون په کار پيل وکړي، نو موږ به د یوه اصلاح شوي پروګرام سره مرستو ته دوام ورکړو.))

میرمن پیرس وویل، دا به ډیره سخته وي چې له اصلاحاتو نه پرته په افغانستان کې ازاد او عام شموله انتخابات وشي.

له دې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني هم د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د احتمالي ستونزو یادونه کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتي نظام اصلاح د ولسمشر او اجرائیه رییس د سیاسي توافق یوه برخه ده.

ولسمشرغني د حمل په لومړیو کې د یوه فرمان له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي معرفي کړل، چې د ترکېب پر سر یې د ولسمشر او اجرائیه رییس د اختلافاتو له امله دې کمیسیون تر اوسه عملا کار ندی پیل کړی.

افغان حکومت وایې، اوس د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون پر ریاست شته اختلاف لرې شوی او ډير ژر به په کار پیل وکړي.

خو ددغه کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي اندیښنه څرګندوي، چې د اوسني وضعیت په دوام سره به نه یوازې دا چې نړیواله ټولنه د افغانستان له انتخاباتو سره مرسته ونه کړي، بلکې خلک به هم رای ورکولو ته حاضر نه شي:

((د انتخاباتو په پروسې او انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو پرته به نړېواله ټولنه د ولسي جرګې له راتلونکو انتخاباتو سره مرسته ونه کړي. بله دا چې د اصلاحاتو د نه راوستلو په صورت کې به څوک حاضر نه شي څو د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.))

د قانون له مخې، د افغانستان نوی پارلمان باید د سرطان په لومړیو کې کار پيل کړي.

کارپوهان وایې، که ترهغې نیټې انتخاباتي اصلاحات رانه شي او د ولسي جرګې انتخابات ونه شي، نو د افغانستان د قانون جوړونکي د بنسټ فعالیت به غیرقانوني وي.

XS
SM
MD
LG