د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د هالیووډ پيژندل شوی هنرمند"ډيپ" په لس کاله زندان محکومیدلای شي


د هالیووډ پيژندل شوی هنرمند جاني ډيپ چې د اسکار جایزې لپاره کاندید وو، په استرالیا کې په 10 کاله زندان محکومیدلای شي.

پر جاني ډيپ اعتراض دی چې د اسټرالیا د حکومت له خبرتیا او اجازې پرته یې خپل دوه سپي، [بو] او [بریسټل] دې هېواد ته وړي دي.

دا امریکايی هنرمند، د کارابین غله [Pirates of The Caribbean] فلم پر پينځمه برخه چې مړي افسانې نه وايي [ Dead Men Tell No Tales] نومیږي د کار کولو لپاره اسټرالیا ته تللی وو.

دی تیره میاشت په خپله شخصي جټ الوتکه کې اسټرالیا ته تللی وو او خپل دواړه سپي يې هم ورسره بیولي وو خو د اسټرالیا حکومت ته یې مخکې له مخکې، د خپلو سپو د ور وستلو خبر نه وو ورکړی.

پر جانې ډیپ په اسټرالیا کې د قرنطین د قانون د ماتونې تور لګیدلی دی.

د اسټرالیا د سنا کمیټې د دوشنبې په ورځ وویل چې که د جاني ډيپ دوسیه محکمې ته واستول شی، په 10 کلونو زندان محکومیدلاي شي او یا به درې لکه او څلویښت زره ډالر جریمه ورکوي.

هغه پيلوټ چې د ده الوتکه یې چلوله هم په دې مسله کې د لاس درلودو په تور، په 2 کاله بند محکومیدلای شي. اسټرالیايي چارواکو ویلي چې مسله جدي ده.

په دې لانجه کې په زړه پورې خبره دا ده چې جاني ډيپ په خپله شخصي الوتکه کې اسټرالیا ته تللی وو او څوک نه پوهیدل چې دواړه سپي یې هم ورسره بیولي دي خو دا خبره پر انټرنټ رسوا شوه.

جاني ډيپ د خپلو سپو عسکونه چې په اسټرالیا کې یې اخیستي وو، پر انټرنټي پاڼو خپاره کړي وو او په دې ټوګه د اسټرالیا پولیسو ته خبر ورغی چې د هغه سپي د حکومت له اجازې پرته او بې اسنادو، د دوي خاورې ته ور وړل شوي دي.

د اسټرالیا د کرهنې او مالدارۍ وزیر بارنابي جویس ګارډین ته وویل چې جاني ډيپ که څه هم د هالیوډ لوي نوم ګڼل کېږي، د قانون په وړاندې باید د یوه عادي وګړي سره فرق و نه لري:

((که موږ هنرمندانو ته، ان که د نړۍ پر مخ دوهم ښکلی سړی وي، قانون مات کړو نو ولې یې د ټولو لپاره نه ماتوو؟

د جاني دیپ سپي بریستل او بو دواړه بیرته امریکا ته واستول شول. دا چې جاني دیپ په فلم کې کار کوي یا نه، زه یې پروا نه لرم.))

ګارډین وايي چې جاني ډيپ په خپلو سپو پسې کالیفورنیا ته تللی او د کارابین غله په پینځم قسمت کې کار یې بند کړی خو دا رپوټونه نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG