د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

بهزاد: د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون برخلیک دې معلوم شي


د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمیسیون د ملي وحدت د حکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې خپل اختلافونه یوې غاړې او د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون برخلیک معلوم کړي.

په داسې حال کې چې د ملي شورا دواړه جرګې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د پر وخت ترسره کولو غوښتنه کوي، خوحکومت تر اوسه د انتخاباتو د اصلاح پر څرنګوالي نه دي بریالي شوي.

د افغان حکومت چارواکي وایي، دوی به لومړی د انتخاباتو بهیراصلاح او وروسته به بیا د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته نیټه اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د اصلاح په اړه د حکومت د چارو ځنډ د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي او غوښتنه کوي چې ژرتر ژره باید د انتخاباتو د اصلاح کمیسون مشر وټاکي.

د دې جرګې د تقنیني چاروکمیسیون مرستیال احمد بهزاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کارو د پيل ځنډ نوردوی ته د منلو نه دی:

((دا کمیسیون ډېرمهم دی، خو دا چې تراوسه جوړشوی نه دی او یا هم ستونزې پیدا شوي، له بده مرغه دا د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف موضوع ته راګرځي، موږهیله من یوچې دغه اختلافونه ژرترژره حل شي او د دغه کمیسیون په جوړېدلو سره د افغانستان د پارلماني انتخاباتو د جوړېدلو زمینه برابره شي.))

وروسته له دې چې د ولسمشرۍ تیرانتخابات لانجمن او د نتیجو په اړه یې په انتخاباتو کې د دواړو خواوو غبرګونونه راپورته شول، د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتو د اصلاح ژمنې وکړي.

ولسمشرشااوخوا درې میاشتې وړاندې امریکا ته له سفره مخکې د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون پنځلس غړي وټاکل او د دې کمیسون د مشرې شکریې بارکزۍ پرسراختلافات پیدا شول.

دغه اختلافات ډیر وځنډیدل او لاهم ولسمشر او اجرایي ریس په دې نه دي توانیدلي چې دې کمیسون ته مشر وټاکي.

اوس ویل کېږي چې د دغه پوست لپاره د انتخاباتود څارګرې ادارې فیفا په پخواني مشرجاندا سپین غرخبرې شوي دي.

د افغانستان د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې په ټولو موضوعاتو تفاهم شوی یواځې د دغې کمیسیون د رییس رسمي اعلان خبره ځنډولې ده:

((د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په برخه کې په ټولوهغو مواردو چې باید مشوره شوې وه بحث شوی دی، د ملي وحدت حکومت مشرانوپه دې ارتباط تصمیم نیولی دی، یواځنې مساله چې پاتې ده او هغه د کمیسیون د کارپه وړاندې خنډ دی هغه د کمیسیون د ریس اعلان دی.

د کمیسیون رییس باید د جمهوري ریاست له خوا اعلان شي، اجرایه ریاست، د ټاکنو ناظرې ادارې او خلک ټول همدغه اعلان ته منتظر دي.))

کارپوهان وايي، د انتخاباتي نظام اصلاح یو قوي او په کار پوه ټیم ته اړتیا لري او که داسې نه وي نو دا ویره موجوده ده چې د یاد نظام موجوده وضیعت نورهم کمزوری شي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کمیسیون چارواکو تل دا ویلي چې د یاد کمیسیون د جوړولو هدف په انتخاباتي کمیسیونونو کې د خپلې خوښې وړ افرادو ګمارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوکې د انتخاباتي کمیسیونونو په کارکوونکو د نړېوالو له خوا د اضافي تنخوا ورکولو لړۍ درېدلی او اروپايي ټولنې دا ګواښ کړی و، که په اړوندو کمیسیونونوکې لازم اصلاحات رانه شي نو خپلې مالي مرستې او د انتخاباتو څخه د څار چارې به ودروي.

XS
SM
MD
LG