د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

صدیقي: افغانستان ته د رااوښتو ترهګرو مشران لا هم په پاکستان کې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا مني چې په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانوعملیاتو دوی ته ستونزې پیدا کړي او یو شمېر نړېوال ترهګردغه هېواد ته راوښتي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستۍ نا امنۍ چې ویل کېږي د پاکستان په صوبه بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو عملیاتو یو شمېر ترهګرمخ په افغانستان راتمبولي دا انتقادونه پیدا کړي چې افغان امنیتي ځواکونه ولې له خپلو پولوسمه ساتنه نه کوي؟

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی افغانستان ته د تروریستانو د راوښتلو د مخنیوي په هدف خپل سرحدي ځواکونه پیاوړي کړي او غواړي چې ښه امکانات په واک کې ورکړي.

ښاغلی صدیقي دا مني چې په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو عملیاتو دوی ته ستونزې پیدا کړي او یو شمېر ترهګر دغه هېواد ته راوښتي دي، خو ټینګارکوي چې افغانستان ته د را اوښتو ترهګرو مشران لاهم په پاکستان کې دي او هغه له ځایه قومنده اخلي:

((هغه عملیات چې د پاکستان په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو له خوا شوي موږته یې ستونزې بېدا کړي، دا په دې مانا چې یو کم شمېر نړېوال ترهګر له پولي دیخوا افغانستان ته راغلي چې په کندز او نورو ځایونو کې تاسې فعالیتونه ولیدل خو د دوی اصلي مشران لا هم په پاکستان کې دي.))

یو شمېر وروستي راپورونه وايي چې د پاکستان په صوبه بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته را اوښتو وسله والو طالبانو هم خپل سپین بیرغ، تور کړی او د داعش ډلې ملاتړ ته ولاړ دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، تروریست که د هرې ډلې وي خو لمنځه وړل یې د افغانستان د خلکو په خیر او ګټه دي.

تردې د مخه د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي چارواکو د سفرونو او ناستو پرمهال دا ویل شوي وو چې دواړه خواووې به د عملیاتو پرمهال یو بل خبروي او دا چې ترهګر یوې او بلې غاړې ته وانه وړي نو مقابل لوری به هم حمایوي عملیات کوي.

خو داسې ښکاري چې د پاکستاني پوځیانو په وروستیو عملیاتو کې دغې موضوع ته چندانې پام نه دی شوی او د افغانستان یو شمېر ولایتونه نن سبا له همدې امله د جګړې اور اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG