د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

پاکستان په افغانستان کې وروستي ترورېستي بريدونه وغندل


پاکستان په افغانستان کې وروستي ترورېستي بريدونه غندلي او يو ځل بيا يې پر دې خبرې ټينګار کړى چې دا هېواد په سيمه کې د هر ډول ترورېزم کلکه غندنه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوې خپړې کړې خبرپاڼه کې د روانې مياشت په ٢٥مه نېټه د افغانستان د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې پر يوه پوځي کيمپ وسله وال بريد په کلکو ټکو غندلى او دا يې بې جواز و بې دليله بللى چې ګڼ شمېر افغان امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه غندي چې په دې وروستيو کې په دې هېواد کې ترورېستي بريدونه تر پخوا ډېر شوي چې په نتيجه کې د امنيتي ځواکونو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه همدا راز کاږي، ترورېزم زموږ ګډ دښمن دى او له سيمې څخه د دغې پديدې د ريښې ويستلو لپاره منسجم او جامع اقدامات ضروري دي.

پاکستان په افغانستان کې ترورېزم د نوغې ويستلو لپاره د منظمو اقداماتو خبره په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي هم پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د دې هېواد له چارواکو سره په ليدنه کې پر دوى غږ وکړ چې په دواړو هېوادونو کې د موجودو امنيتي ننګوونو په وړاندې بايد ګډه همکاري وشي.

له بلې خوا د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي له افغان دولت سره د پاکستاني حکومت وروستيو ژمنو او همدا راز د ترورېزم په ضد د دې هېواد د چارواکو څرګندونو ته په اشاره وايي، دوى اوس پر دې پوهېدلي چې په سيمه کې د ثبات لپاره بايد ترورېزم وځپل شي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي ايمل خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت څرګندونو او دې هېواد ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال وزير سفر په اړه وويل:

((پاکستان نور مقامات که هغه سياسي دي که پوځي دي که سياسي دي، په دې حقيقت باندې پوه شوي دي چې نه صرف د علاقې د ثبات، بلکې د پاکستان او افغانستان د ثبات لپاره پکار ده، چې دا مسئله حل شي.

خو اوس مسئله دا ده چې دا مسئله ډېره پيچيده ده او ډېره زړه ده، نو ددې په حل کېدو کې به لږ وخت اخلي او زما په خيال دغه ډول مجلسونه به د حل طرفته لارې اسانې کړي او ورو ورو ورو به د حل طرفته زمينه برابره کړي.))

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر هغې وروسته په افغانستان کې ترورېستي بريدونه غندلي، چې ددې هېواد ايکسپريس ټريبون ورځپاڼې تېره ورځ د يوې سرچينې په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ويلي، چې پاکستاني چارواکيو په خپله خاوره کې مېشتو افغان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا ژر تر ژره پسرلني عملیات ودروي او یا دې د خپل عمل پایلو ته انتظار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت افغان طالبانو ته د پاکستاني چارواکيو ددې خبرداري هرکلى وکړ او دا يې له کابل سره د اسلام اباد د ژمنو يوه برخه وبلله.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG