د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

په قطر کې د طالبانو پر پنځو مشرانو لګیدلي بندیزونه پای ته رسیږي


د پنځو طالب مشرانو چې له یوه کال راهیسې په قطرکې اوسي، د تګ راتګ یو کلن بندیزد دوشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

د طالبانو دغه مشران نوراله نوري، عبدالحق وثیق، محمد نبي عمري، خیراله خیرخواه او محمد فاضل اخند امریکایانو یوکال مخکې له ګوانتنامو زندانه خوشې کړل او په بدل کې یې طالبانو امریکایي عسکر بوبیرګدال خوشې کړ.

امریکایانو تردې تبادلې وروسته د قطرله دولته وغوښتل چې د طالبانو دا کسان باید نورو هېوادو ته سفر ونه کړي.

بوبیرګدال نژدې پنځه کاله مخکې ترتبادلې هغه وخت طالبانو نیولی و چې دی په افغانستان کې له خپلې پوځي اډې په خپل سر وتلی و.

اسوشیټیډ پریس اژانس د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي چې دوی له قطري چارواکو سره خبرې کړې دي څو پردغو پنځو طالبانو لګیدلی بندیزچې د جون په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي، تمدید کړي. خو تراوسه سپینې ماڼۍ په ښکاره اعلان نه دی کړی چې له قطرسره د دغه بندیز د اوږدیدو پرسرکومې موافقې ته رسیدلي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادي راډيوته وویل چې د سولې هڅې روانې دي که چیرته پر دغو پنځو طالبانو بیا بندیز ولګول شي، ممکن دغه هڅې اغیزمنې کړي:

((زما په نظر اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د طالبانو له مشرانو سره له یو څه نرمښت نه کار واخیستل شي او که دوی دا فکر کوي چې پر دوی به دغه بندیزونه تمدید کړو او دا به ګټه وکړي، نو زما په باور دا کار د سولې لپاره ګټه نه کوي.))

د امریکا په کانګرس کې په تیرو ۱۲ میاشتو کې څو ځله پردې خبر وشوې چې قطر باید د دغو پنځو طالبانو سمه څارنه وکړي.

په کانګرس کې د استخباراتو د کمیټې جګپوړی غړی ادم شیف وایي چې دی تیرو دولسو میاشتو ته دومره اندیښمن نه و لکه اوس چې دیارلسمې او تر دې وروسته یولسو میاشتو ته اندیښنه لري.

د اسوشیټیډ پریس اژانس په وینا د طالبانوپه دغو پنځو کسانو کې لږتر لږه یوه تن په پټه په تیرو دولسو میاشتوکې له وسله والو سره اړیکي نیولي دي، خو د دې ارتباط په اړه نورمعلومات نه دې خپاره شوي، البته په دې برخه کې سپینې ماڼۍ ویلي و چې د یوه طالب د څارهڅې یې زیاتې کړې دي.

تیره اونۍ د امریکا په سنا کې د پوځي خدماتو د کمیټې مشرجان مککین هم وویل چې د قطر د پنځو طالبانو په ډلې کې لږ تر لږه یوه تن له نورو طالبانو سره اړیکي نیولي دي.

البته د دغو طالبانو په ډله کې څلورتنه د ملګروملتو په تورلست کې شامل دي چې د قانون له مخې د دوی سفر منع دی.

د کانګرس یو شمېرغړي دا اندیښنه لري چې دا طالبان افغانستان ته ولاړ نه شي او هلته په جګړو کې برخه وانخلي.

د روانې میاشت په پیل کې د کانګرس د استخباراتو په کمیټه کې د جمهوري غوښتونکو ۱۳ غړیو ولسمشر بارک اوباما ته یو لیک واستاوه او له هغه یې وغوښتل چې د قطر له حکومته وغواړي چې پر دغو پنځو طالبانو د سفر لګیدلی بندیز تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG