د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

سوریې پر داعش د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر بریدونو انتقاد وکړ


د سوریې حکومت وایي چې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ایتلاف هوایي بریدونو ته دوی اهمیت نه ورکوي.

د بشارالاسد رژیم په دې باوردی چې د دوی حکومتي ځواکونه تر نړېوالو ایتلافي ځواکونو له یاغیانو سره ښه جنګیږي.

د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولید المعلم د چهارشنبه په ورځ په دمشق کې د ارمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره په خبرې غونډه کې وویل چې هېواد یې د داعش پرضد مبارزه کې له عراق سره د زیاتې همکارۍ غوښتونکی دی. ده داعش د دواړو هېواد ګډ دښمن وباله:

((د سوریې او عراق د همکارۍ په ارتباط، موږ په دې باور لرو چې له ګډ دښمن سره مخامخ یوو او په دې باور یوو چې موږ او وروڼه مو په بغداد کې په یوه جبهه کې ولاړ یوو، خو هماهنګي مو د هغه خطر په پرتله چې ورسره مخامخ یوو، کمزروې ده.))

د سورېې د بهرنیوچارو وزیر بیا د کوباني جګړه له پالمیرا سره پرتله کړه او زیاته یې کړه چې سوریایي ځواکونو چې کومې هڅې په کوباني کې وکړې هغه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له هڅو سره چې په پالمیرا کې یې د داعش د مخنوي لپاره کوي، د پرتلې نه دي.

ولید المعلم خبرې غونډې ته دا هم وویل چې تهران او مسکو د سوریې د حکومت سخت ملاتړي دي او له دې به لاس وانه خلي.

د اسلامي دولت ډلې تیره اونۍ د عراق پولي ته نژدې ځینې سیمې ونیولې او بیا یې د پالمیرا ښارچې د سوریې په مرکزي سیموکې دی لاندې کړ.

د پالمیرا د تاریخي ښارد ژغورنې لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د داعش پرضد هوایي بریدونه پيل کړې دي، خو ولید المعلم وایي چې دا بریدونه یې د سوریې له ځواکونو سره هم اهنګ کړې نه دي.

په سوریه کې اوس درې جګړې روانې دي او هره ډله له مخالفو دوو ډلو سره په جګړه ده. رژیم له خپلو مخالفانو او داعش سره په جګړو دی، مخالفان له رژیم او داعش سره او داعش له رژيم او د سوریې د حکومت له مخالفانو سره په جګړو دی.

تیره ورځ داعش د سوریې د رژیم د ملاتړ په تور شل تنه ځوانان په پالمیرا کې اعدام کړل.

XS
SM
MD
LG