د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

په تیرو څو اونیو کې لسګونه کسان په ایران کې اعدام شوي


د ایران د بشري حقوقو سازمان وايي، په تیرو څو اونیو کې لسګونه کسان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.

محمود امیري مقدم د دغه سازمان موسس او ویاند څرګنده کړه چې یواځې د تهران په قزل حصار زندان کې څه دپاسه ۴۰ بندیان چې د مخدرو موادو په قاچاق تورن شوي وو، اعدام شوي دي.

د ایران حکومت په وروستیو درېیو اونیو کې څه دپاسه ۶۰ کسه اعدام کړي دي.

کېدای شي یو شمېرافغان بندیان هم په دې ډله کې اعدام شوي وي، خود ایران د بشري حقوقو سازمان چې مرکزي دفتر یې په ناروې کې دی یواځې د یوه افغان د اعدام خبره کوي. د دغه سازمان مشرمحمود امیري مقدم وايي:

((د مۍ په پنځلسمه څلوربندیان په شیراز کې هم اعدام شول چې یو کس یې د افغانستان تبعه وو چې نوم یې موږ ته څرګند نه دی.))

د ایران د بشري حقوقو سازمان وايي، یواځې د قزل حصار په زندان کې ټولټال ۴۴ کسه او دوه ویشت یې د تیرې دوشنبې په ورځ اعدام شوي.

خو د ایران په نورو ښارونو کې هم ورته اعدامونه ترسره شوي چې په مجموع کې د اعدام شویو کسانو شمېر څه دپاسه ۶۰ کسانوته رسيږي.

د ایران د بشري حقوقو د سازمان مشر زیاتوي چې د قزل حصار ځني دغو بندیان له اعدامه مخکې په داسې حال کې چې په سرباندې یې قران کریمونه نیولي وو او په لیکل شویو دړو یې د ایران له مذهبي مشره غوښتي وو چې د اعدام حکم دې تخفیف شي خو بیا هم اعدام شول.

په دغه زندان کې زرګونه کسان اوسي چې د مخدروموادود د قاچاق او ساتلو په تورپه اعدام محکوم شوي دي.

د ایران د بشري حقوقو د سازمان مشرمحمود امیري مقدم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغو کسانو کوم مدافع وکېل درلوده کنه؟وویل:

((عادلانه محاکمه هیڅ نشته، دغه محبوسین کله چې نیول کېږي لومړی د توقیف او تحقیقاتو په مهال هیڅ کوم وکېل نه لري او په همدغې موده کې شکنجه کېږي. موږ په دې هکله ډیر رپوټونه لرو.))

ښاغلی مقدم زیاتوي چې له تورنو کسانو د تحقیقاتو په مهال اقرار اخیستل کېږي او کله چې محاکمه پيل شي دوی ته یوشکلي وکېل ټاکل کېږي چې هغه هم له محبوسینو کوم ډول دفاع ځکه نه شي کولای چې وار له مخې له دوی څخه اقرار اخیستل شوی وي.

هغه وايي، د ټولو هغو محبوسینو چې د مخدرو موادو په ارتباط نیول شوي دي وضعیت ښه نه دی.

د محبس چارواکي له بندیانو سره ناوړه چلند کوي، په تنګو ځایونو کې ډیر شمېرکسان اوسيږي او له مخدرو موادو څخه په زندان کې استفاده مروجه ده چې خپله چارواکي یې واردوي.

ښاغلی مقدم زیاتوي چې د افغاني زندانیانو وضعیت نسبت نورو ته ډیر ناوړه دی.

XS
SM
MD
LG