د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

ځوانان څنګه کولای شي چې د عدم تشدد لاره غوره کړي؟


د اړیکو یا "ټي.ال.او" دفتر مسولین وايي، په تېرکې دوی د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځوانانو په اړه سروې ترسره کړې.

دغې څيړنې ښودلې وه چې زیات شمېر ځوانانو تشدد او افراط ګرۍ ته مخه کړې ده او ډيری ځوانان د روانو جنګونو ښکارشوي دي.

د اړیکو دفتر وايي، همدې ستونزو ته د حل پيدا کیدو په هدف دوی د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار کې د ځوانانو یو ورځنۍ ورکشاپ ترسره کړ چې په کې د هېواد د نورو ولایتونو او کوزې پښتونخوا څخه هم په لسګونو ځوانانو برخه اخیستې وه.

د دې پروګرام مسول محمد نبي تدبير وویل، دوی د ځوانانو ترمنځ د ډيالوګ زمینه برابره کړې ده چې په ګروپي ډول له تشدد او افراط ګرۍ څخه د ځوانانو په لرې ساتلو بحث وکړي او ځوانان څنګه کولای شي چې د عدم تشدد لاره غوره کړي:

((په دې خاطر د اړیکو دفتر ښه وبلله چې د ځوانانو ترمنځ د تشدد او افراط ګرۍ د راکمولو په خاطرغونډه جوړه کړي چې دوی خپلو منځو کې بحثونه وکړي چې موږته دین او دود څه حکم کوي چې خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره د افراط ګری لاره غوره ده که د عدم تشدد په دې خاطر د هرات، مزار، کوزې پښتونخوا او ننګرهار شاوخوا اویا تنه ځوانان موږ دې غونډې ته رابللې چې پرې بحث وکړي.))

دی وايي، د دغو ځوانانو نظرونه به دوی هغو ادارو سره شریک کړي چې د ځوانانو د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

دارنګه د دې ورکشاپ ګډونوال هم د ځوانانو لپاره د دغه نوي حرکت پيل ګټور بولي او په خبره يې دوی به هڅه وکړي چې ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړي او د عدم تشدد لاره غوره کړي:

((ذبیح الله احساس: هغه طرفونه چې جګړه خوښوي او په جګړه کې ګټه وي هغوی بله لاره نه لري، ترڅو چې ځوان انتخاب نه کړي، که هغه ماشه چلوي، که هغه ځانمرګی برید کوي که هغه هرڅه کوي ځوان دی، خو دا دې هیره نه وي چې هغه څوک چې بیا په ټولنه کې د سمون او د عدم تشدد لارې د راژوندي کولو لپاره اسباب بیا هم ځوان دی.

محمد شریف یم له خوست نه راغلی یم، زموږ په سیمه کې چې هغه ځوانان چې له تعلیم نه لري دي بې رزګاره دي هغوی نه په جنګ کې کار اخیستل کیږي، زما ورته دا پيغام دی چې نوردا جنګونه بس کړئ او د دې ډلو نه مې غوښتنه دا ده چې ځوانان پریږدئ خپل تعلیم وکړي او خپل هېواد اباد کړي.))

د کتوونکو په اند اوس مهال په افغانستان کې ټولې جنګې ډلې د ځوانانو له ګرمو احساساتو څخه ګټه اخلي چې د دوی په خبره د ځوانانو بې کاري، له تعلیمه د ځوانانو لرې ساتل د دې لامل شوي چې د همدې جنګي ډلو د ګټو ښکار شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG