د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

الکوزی: د ايسا په اداره کې ستونزې د پانګونې په زیان دي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ايسا په اداره کې رامنځ ته شوې ستونزې په هېواد کې د پانګونې په زیان ګڼي.

نوموړې خونه په دې باورده چې د پانګونې د ملاتړپه اداره کې د کړکیچ دوام پانګوال د دغه ادارې د هم غږۍ په نسبت بې باوره کولای شي.

د دې خونو مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، غیرقانوني اقدامات او خپل سره کړنې په افغانستان کې پرپانګونې منفي اغیز کوي:

((دا چې د ایسا اداره د پانګونې د ملاتړ اداره ده، تاسو ته معلومه ده چې په هېواد کې د فساد او بیروکراسۍ مساله هم ډیره زیاته ده چې د دې نه سرمایه دار زیانمنیږي.په داسې یوې اداره کې چې د سرمایه ګذارۍ اداره ده په هغې کې بې قانونه عمل کیږي هغه طبعآ د سرمایه دار او د سوداګر د تشویش وړ ګرزي.))

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د پانګونې د ملاتړادارې یا ایسا سرپرست او کارکوونکو هغو درېیو تنوته د کار اجازه ورنه کړه چې د سوداګرۍ وزیر د دې ادارې د مرستیالانو په توګه ټاکلي وو.

ویل کیږي چې دغه درې تنه له وسله والو کسانو او زره موټرو سره د پانګونې د ملاتړ یا ايسا ادارې ته ورننوتي وو او ټینګار یې کاوه چې په کار پیل وکړي.

د ايسا چارواکي وايي چې د کړن لارې له مخې د مرستیالانو ټاکنه د دغې ادارې د ریس له صلاحیتونو څخه دی.

د ایسا سرپرست ابراهیم شمس له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د سوداګرۍ د وزیرد اقدام په اړه یې خپل راپورجمهوري ریاست ته استولی دی.

د ښاغلی شمس په وینا هره پریکړه چې د دې درېیو کسود ټاکنې په اړه له قانون سره سمه او د ولسمشرله خوا وشي دوی به یې ومني:

((په خلاف د توقع او په خلاف د دغې اساسنامې درې کسه یې د ایسا د معاونینو په حیث ګمارلي وو، بله موضوع دا ده چې دا د ایسا د ریس صلاحیت دی چې هغوی دغه مقررۍ یا تغییرات که اداره یې لازمه ګڼي راولي، موږ هم چې په دغه اداره کې کارکوو د پروسیجر او اصولو له مخې کارمندان دلته راغلي قانوني او اصولي توجیه یې باید موجوده وي.))

تردې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ وزیرهمایون رسا په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د دغو درېیو کسو د کار په وړاندې د ایسا د ادارې مخالفت د قانون خلاف کار ګڼلی او ویلي وو چې دغه ستونزه به ډير ژر حل شي.

خو د ایسا ادارې ته يې د وسله والو په بدرګه د دغو درېیو کسو د ورتلو په اړه بې خبرې ښودلې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په همدې اړه به د پنجشنبې ورځې نا وخته ولسمشرپه ارګ کې د ایسا ادارې له چارواکو سره خبرې وکړي.

سره له دې چې دا لا ښکاره نه ده چې ولسمشربه په دې اړه څه پریکړه وکړي خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باوردي چې په افغانستان کې د پانګونې په اړه د پانګوالو د بې باوری د له منځه وړلوپه هدف حکومت باید ژرترژره د قانون له مخې دغه ستونزه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG