د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

ځیني افغان چارواکي له ISI سره پر هوکړلیک پښیمانه دي


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي وایې چې جمهور ریس اشرف غني ورسره ژمنه کړې که د ولسي جرګې غړې راضي نه وي نو د پاکستان سره استخباراتي تړون به لاسلیک نه شي.

یو شمېرحکومتي چارواکي چې د پاکستان سره د معلوماتو د شریکولو د استخباراتي تړون په لاسلیک کولو کې دخیل دي د دې تړون لاسلیک د بېړې پریکړه بولي او د ولسي جرګې غړو ته یې ویلي چې په خپل دې کارپیښمانه دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده که څه هم د دې کسانو نومونه نه اخلي خو وایې کسانوتېره شپه له ولسمشرغني سره د ولسي جرګې د اداري پلاوي، کورني امنیت، نړېوالو اړیکو او د دفاعي کمیسیونونو سره په یوه غونډه کې دغه څرګندونې مطرح کړې.

ښاغلي اخندزاده د پنجشنبې په ورځ ازداي راډيوته وویل چې جمهورریس غني له دوی څخه د وخت ورکولو غوښتنه کړې ترڅو د پاکستان سره په دې تړون کې اصلاحات راوستل شي:

((موږ تقریبا تر یوه ساعته پورې د جمهور ریس سره ملاقات درلوده، د ولسي جرګې د نورو غړو ترڅنګ اداري پلاوی هم په دې غونډه کې وه په همدې مو خبرې وکړي.

موږ چې د حکومتي مقاماتو سره خبرې لرلې، دوی هم له دې تړونه له امله پیښمانه دي او وایې چې اشتباه یې کړې ده.

جمهور ریس غني هم وویل چې په دې تړون کې ستونزې شته او وخت راکړئ چې په هغې کې اصلاحات راولم او بیا یې تاسې ته در ولیږم نو ګورو به چې کوم اصلاحات په کې راوستل کیږي.))

د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل له هغو څرګندونو وروسته چې له ده سره د دې تړون په وروستي کولو کې مشوره نه ده شوي، ولسي جرګې پریکړه وکړه چې د ملي امنیت شورا سلاکارحنیف اتمرد وضاحت لپاره د چهارشنبې په ورځ استجوابیه غونډې ته ور وغواړي.

خو په ټاکلي ورځ بیا د ولسي جرګې اداري پلاوي پرته له دې چې ښاغلی اتمر ورشي، دې موضوع ته د پای ټکی کیښود چې دې کارد ولسي جرګې د زیاتو غړو غوصه راوپاروله.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وایې چې د ښاغلي اتمرد رابللو پریکړه لا په ځای پاتې ده او د دې کارلپاره له جرګې څخه زیاته اندازه لاسلیکونه را ټول شوي دي.

دی وايي، جمهورریس اشرف غني ژمنه کړې چې د اصلاحاتو سره- سره که د ولسي جرګې غړې راضي نه وي نو د پاکستان سره استخباراتي تړون به لاسلیک نه شي:

((د ملي امنیت شورا سلاکار د استجواب لپاره شل فیصده لاسلیکونه را جمع شوي دي، که څه هم په هغه ملاقات کې چې موږ د جمهور ریس سره درلوده جمهور ریس وضاحت راکړ او ټینګار یې وکړ چې له اصلاحاتو وروسته به ولسي جرګې ته ولیږل شي، خو داسې هم ده چې که ولسي جرګې هغه د لاسلیک کیدو وړ و نه باله رد به شي.))

له دې سره د امنیتي چارو یو شمېرکارپوهان د ولسي جرګې د غړو څرګندونې تاییدوي او وایې چې د داسې مهم تړون په لاسلیک کې باید د ملي شورا سره مشوره شوی وای.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند وایې، افغانستان، پاکستان خپل دښمن ګڼي او دی په دې باور دی چې پاکستان به کله هم د داسې تړونونو له مخې د افغانستان له امنیت سره مرسته ونه کړي:

((د پاکستان سره د افغانستان تېر وختونه او اړیکې ښې نه دي او دغه هېواد د سولې په پلمه تل د افغانستان جنګ ته لمن وهلي ده، ښه دا وه چې د دې تړون په اړه یوه ټولیزه پوښتنه شوي وای، د اوربند او د سولې په اړه مشخص تعریف موجود وای او بیا دا تړون پاکستان ته وړاندې شوی وای نوستونزې به یې نه درلودای، اوس په دې وخت او دې وضعیت کې دا تړون زه مناسب نه ګڼم.))

کارپوهان وایې، د پاکستانه د امنیت او سولې غوښتلو موضوع زړه شوې او کلونه وشول چې افغانستان د سولې کلي له پاکستان نه غواړي.

دوی ټینګار کوي چې افغانستان باید د پاکستان په وړاندې له سم سیاسته کار واخلي او هغه هېواد ته اجازه ورنه کړي چې په بېلابېلو پلمو او یا د استخباراتي تړون په نوم بیا افغانان تیر باسي.

XS
SM
MD
LG