د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د کورنیو چارو وزیر د ارزګان لپاره نوی امنیه قومندان معرفي کړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي پرون په داسې حال کې اروزګان ته نوی امنیه قومندان معرفي کړ چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې فعالیتونه زیات کړي او یو شمېر امنیتي پوستې یې نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو یو استازی عبیدالله بارکزی وايي چې د پخواني امنیه قومندان مطیع الله خان له وژل کېدو وروسته د نوموړي د ځای ناستې په ټاکلو کې ځنډ او ځیني نور عوامل سبب شول چې د دولت وسله وال مخالفان په چورې او دهرات ولسوالیو کې شاوخوا پنځوس پوستې ونیسي.

د ښاغلي بارکزي په وینا د نوي قومندان له ټاکل کېدو سره د سیمې قومونو ژمنه کړې چې له حکومت سره به همکاري وکړي او ژر به اروزګان د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی ښاغلی بارکزی وايي چې پولیسو ته نه په وخت کومکي ځواک ورسېد، نه خواړه او نه د څښاک اوبه.

ده وویل چې د یوې پوستې قومندان د دې لپاره چې طالبان یې ژوندی ونه نیسي، ځان په لاسي بم وواژه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دا خبره نه تاییدوي چې په اروزګان ولایت کې دې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته په لسګونو پوستې لوېدلي وي.

صدیقي وايي چې پرون د کورنیو چارو وزیر او لوی درستیز د اروزګان دهراود ولسوالۍ ته لاړل او امنیتي وضعیت یې له نژدې ولید.

ویل کېږي، وروسته له دې چې نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي او افغان ځواکونه د بهرنیو پوځیانو له مځکني او هوايي ملاتړه بې برخې شوي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې په جګړه کې خپل چانس وازمويي.

د امنیتي چارو د کارپوهانو په وینا سږ کال طالبان تر تېرو کلونو زیاتې حملې کوي او له همدې کبله د ملکیانو او پوځیانو مرګ ژوبلې هم د تېرو کلونو په پرتله خورا زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG