د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

منګل: حکومت دې د بنسټیزو پروژو تطبیق ته لومړيتوب ورکړي


د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال نورګل منګل وایي چې د بنسټیزو ټرانسپورټي پروژو تطبیق باید د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي.

نوموړی مرستیال وايي، دا هېواد باید له سترو تمویلونکو نه د ټرانسپورټ د ملي پروژو په تطبیق کې ډېره ګټه واخلي.

ښاغلی منګل زیاتوي، له دې پرته به افغانستان په راتلونکي کې ونه توانیږي چې په یواځې ځان لویې لارې جوړې کړي.

نورګل منګل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حلقوي سړکونه، د اوسپنې پټلۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سړکونو نښلول باید د حکومت په کاري لومړیتوب کې وي.

((کله چې پیسې لاهم د ډونرانو له خوا ورکول کېږي نو موږ باید د افغانستان ملي پروژې لکه حلقوي سړک، د ټول افغانستان د وسپنۍ پټلۍ، د افغانستان د شمال، جنوب، شرق او غرب سړکونه او د ګاونډيو هېوادونو له سړکونو او د هغوی له لارې د نړۍ له نورو سیمو سره د افغانستان د سړکونو د نښلولو پروژې د افغان حکومت په مهمو کاري لومړیتوبونو کې شاملې کړو.))

ښاغلي منګل همدا راز ټینګار وکړ، د هغو سیمو امنیت چې ټرانسپورټي پروژې په کې پلي کېږي باید سل په سلو کې ونیول شي.

په افغانستان کې نه یواځې د لارو جوړول بلکې نورې لویې پروژې هم له خنډ سره مخ کېږي او د امنیت نشتوالی هغه څه دی چې د ټولو پروژو د ځنډیدو لامل بلل کېږي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د لویو لارو د امنیت د ساتلو او د ګواښونو د لیرې کولو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي دي.

د معلوماتوله مخې افغانستان نوي زره کېلومټره سړکونه لري چې ځیني ځایونه یې بیارغولو ته اړتیا لري او دا لارې د څلورو خواوو ګاونډیو هېوادونو د نښلیدو لپاره هم په وار وار مناسبې بلل شوې دي.

د اقتصادي چاروپوهان هم د لویولارو جوړیدل د اقتصاد په پرمختګ کې اغیزمن بولي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید افغان حکومت پانګونو ته زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو یوه افغان کارپوه سید محمد ټینګارازادي راډیوته وویل، د دې ټولو مسایلو ترڅنګ د امنیت نیول هم مهمه خبره ده څو ټرانسپورټي پروژې په سمه توګه تطبیق شي:

((حکومت باید تلاش وکړي چې ملي او نړېوال سازمانونو دې ته وهڅوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

دا د افغانستان د ملا د تېرحیثیت لري او د افغانستان سره په اقتصادي لحاظ ډېره مرسته کولای شي.

د افغانستان د اقتصاد په وده او پرمختګ کې ډېر اغیزمن تمامیدلای شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت د خپل کار له پیل تراوسه پورې د سیمې له هېوادونو سره د ټرانسپورټي همکاریو او اړیکو د ښه والي لپاره ځیني هڅې کړي دي.

خو څیړونکي ټینګارکوي چې افغانستان باید د ځان بسیا لپاره سرچېنې او دایمي حل لارې پيدا کړي.

دوی ټینګارکوي له دې چې د لویو ټرانسپورټي پروژو د تطبیق لپاره بهرني هیوادونه پیسې ورکوي باید حکومت یې په خورا تدبیر سره ولګوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG