د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د ښاري پراختیا د وزارت شپږ لوړ پوړي چارواکي چې په اداري فساد تورن شوي، ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
د دې اداري سرپرست وايي، یو پلاوی ټاکل شوی چې د تورنو کسانو د قضیې څرنګوالی په غور سره وڅیړي.
د افغانستان جمهورريیس د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ښاري پراختیا د وزارت، د شپږو لوړ پوړو چارواکو دندې ځنډولی دي.
د لوېې څارنوالۍ سرپرست نورحبیب جلال د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دې کسانو قضیه به په غورسره وڅیړل شي:
"پلاوی ګمارل شوی او موضوعګانې څیړي، د دې شپږو کسانو دندې تر هغې ځنډیدلی او ممنوع الخروج اعلان شوي چې څیړنې بشپړي شي.د شنبې په ورځ به څیړل پیل شي، که د الزام دلایل موجود وي، د قانون سره سم تصیم نیول کیږي"
په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپانه کې لويې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې د دې کسانو کارونه دې په دقت سره وڅیړي او ممنوع الخروج دې اعلان شي.
له دندوڅخه لیرې کړای شوي کسان: د مرکزي ښار جوړونې ريیس احمدشاه همت، د املاکو او اسکانو رييس محمد امین امین، د کور جوړونې د تصدي رييس احمد نواز بختیاري، د پنځمو مکروریانو د پروژې ريیس ګل رحیم زیارمل، د اپارتمانونو د مالي دفتر مسوول سید امان اله سادات او د اپارتمانونو د انسجام د دفتر مسوول محمدامین قانع دي.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې اداري فساد د افغانستان حیثیت ته په نړېواله سطح زیان رسولی او د ملي یووالي حکومت به یې پر ضد مبارزه جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر غربي هېوادونو او ځینو کورنیو بنسټونو، د افغانستان تیر حکومت د اداري فساد پرضد په کمزورې مبارزې تورن کړی و.
راپورونه وايي، په هېواد کې اداري فساد د نوي حکومت د چارو پر وړاندې، پریوې ستونزې اوښتی او دا هم ویل کیږي چې په وروستیو شاوخوا لسو کلونوکې د حکومت یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي هم په فساد کې ښکېل دي. خو د حکومت مربوطو ارګانونو يې د نومونو له افشاء کولو ډډه کړې ده.
په عین وخت چاروپوهان په هېواد کې د اداري فساد پر ضد د جمهور ريیس تازه اقدام چې په نتیجه کې یې د ښاري پراختیا د وزارت د شپږو مهمو چارواکو دندې ځنډیدولي، د خلکو او هېواد په ګټه بولي.
د حقوقي چارو پوه حسن حقیار ازادي راډیوته وویل، دا اقدام به د فساد پر وړاندې د معافیت د دود مخه ونیسي:
"د فساد پر وړاندې د جمهور ريیس اقدام ښه اقدام دی، که د فساد پرضد مبارزه جدي د معافیت دود ختم شي. مجازات او مکافات یو اصل دی اوباید په ټولو برخو کې مراعت شي"
راپورونه دا هم وايي، په تیروشاوخوا څوارلسو کلونو کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې په مرستو کې، د میلیاردونو ډالرو فساد شوی دی.
کارپوهان دا هم وایي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې یوازینی لار له دندو ګوښه کول او بندي کول نه دي، بلکې پکار ده چې حکومت د اداري فساد ورکولو ته ذهنونه وروزي.
راپور: خان محمد سیند