د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ننګرهار: ديني علماوو د افغان دولت پر خلاف جنګ حرام وباله


د ننګرهار یو شمېر ديني علماوو د جمعې په ورځ د یوې غونډې له لارې د افغان دولت پر خلاف روانه جګړه د ګاونډیو هيوادونو له خوا جوړه شوې دسیسه وبلله.

دوی وویل، چې افغانستان اسلامي ملک دی او د دې ملک امنيتي ځواکونه مسلمانان دي.

دغو ديني علماوو د ایات او حدیث په رڼا کې د افغان دولت پر ضد روانه جګړه حرامه وبلله:

عبدالسلام حقاني وويل: دا علماوو ته نور د زغم نه ده،موږ دا په کلکه غندو،چې په هیواد کې زموږ بېګناه مسلمانان وژ کيږي.

د ده په خبره: "زموږ اردو مسلمانه ده زموږ پولیس مسلمانان دي،د دوی وژنه حرامه ګڼو موږ د ټولو هیوادوالو نه غواړو،چې د خپلو امنيتي ارګانونونه ملاتړ وکړي"

مولوی عبدالظاهر حقاني وويل دغه جنګونه،چې اوس د پاکستان علما يې په ځينو ځايونو کې روا او په ځينو ځایو کې ناروا ګڼې دا د علماو په اتفاق سره دا فتوا ناجایزه ده. ده پوښتنه وکړه: ولې په هغه ځای کې دوی جهاد نه کوي، چې هلته آيین کفري ده؟

دينی عالم او د سولې شورا غړي مولوی عبدالظاهر حقاني د نوې پيدا شوې وسله والې ډلې داعش په اړه هم انديښنه ښکاره کړه.

ده وویل که چيرې ددغو نويو راپیدا شویو وسله والو ډلو مخنیوی ونشي نو دا به د هيواد او هيوادوالو لپاره لوی سرخوږی وي:

"دا لویه دسیسه ده د ټول مسلمان ولس لپاره د ټولو افغانانو لپاره،دغه نوې وسله واله ډله د مسلمان وژنه ځان ته حرام ګڼي. دا خلک ددې وطن لپاره ډيره لویه فتنه ده ددې باید مخنیوی وشي او پرې نه ږدي،چې دا ډله نفوذ وکړي"

دغو دینې علماو د هیواد نورو ولایتونو له علماو څخه هم وغوښتل،چې خپل مسوولیت ترسره کړي او په هیواد کې د مسلمان وژنې لړۍ د بندېدو په موخه خپل غږ پورته کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG