د ایران د حکومت یوه مخالفه سیاسي ډله چې له هېواد بهر فعالیت کوي، وايي تهران له شمالي کوریا سره د اټمي وسلو د جوړولو په مساله کې نژدې همکاري لرلې ده.
په همدې حال کې د ایران د اټمي پروګرام د وسله ییزحل په هدف د دې هېواد او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ خبرې اترې دوام لري.
د ایران د ملي مقاومت د شورا په نامه سیاسي ډله چې په بهرکې فعالیت کوي پر تهران تور لګولی چې د دې هېواد او شمالي کوریا متخصصانو د استخباراتي معلوماتو د شریکولو لپاره منظمې کتنې کړي او دواړو هېوادونو د اټمي وسلو د جوړولو په اړه له یو بل سره همکارې کړې ده.
د ایران د حکومت دې سیاسي مخالفې ډلې د حکومتي سرچینو په حواله ویلي چې تهران د لرې واټن ویشتونکو توغندیواو اټمي سروکو د جوړولو په برخه کې اوس هم له شمالي کوریا سره همکاري کوي.
د دې ډلې په راپورکې راغلي چې د شمالي کوریا متخصصانو په تیره اپریل میاشت کې تهران ته سفر کړی او د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې د شمالي کوریا مقاماتو درې ځله له ایرانه کتنه کړې ده.
د ایران د ملي مقاومت شورا دغه راز وايي، محسن فقیر زاده چې د ایران مخکښ اټمي ساینس پوه دی، په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې شمالي کوریا خپله دریمه اټمي ازموینه کوله، په دغه هېواد کې و.
دا راپور په داسې وخت کې خپریږي چې د تهران د اټمي پروګرام د سوله ائیز لپاره د ایران او د نړۍ د ۶ قدرتونو ترمنځ خبرې دوام لري او دواړه خواوې هڅه کوي چې د جون تر دیرشمې یوې نهايي موافقې ته ورسیږي.
د متحده ایالاتو د بهرنیوچارو د وزارت ویاند جف راتکي د ایران د ملي مقاومت د شورا د راپور په اړه ویلي، واشنګټن دا راپورڅیړي خو د هغه په خبره دا موضوع لا دومره روښانه نه ده چې د ایران او د نړۍ د قوتونو ترمنځ په روانو خبرو اغیز ولري.
بل لورته بیا د ایران د اټمي پروګرام په اړه د روانو خبرو په باب د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي:
((زه فکرکوم که مقابل لوری هغه څه ته چې د لوزان په غونډه کې پرې موافقه شوې، درناوی وکړي او د متقابل احترام پراساس له ایران سره په ګډه د موافقې طرحه چمتو شي نو موږ ټاکل شوې ضرب الاجل مراعتولی شو. خو که د خبرو په ترڅ کې هرڅوک پرخپلو غوښتونو ټنیګار وکړي نو په هغې صورت کې بیا له ضرب الاجل پرته هم یوې موافقې ته رسیدل به ګرانه وي.))
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سبا ته په ژینیف کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره وویني.