د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنو پر مخنيوي ټينګار وشو


هزاره ډيموکراټيک ګوند په کوټه کې د هزاره ګانو د هدفي وژنوپه خلاف يوه لويه احتجاجي مظاهره کړې، چې په کې يې له حکومته او له ملګروملتونو د دوى د خلکو د وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

دوى وايي، په کوټه کې هزاره ګانو د وسله والو له ډله خپل کاروبارونه تړلي او په کورونو کې ناست دي، وايي که يې پرخلکو حملې ونه درېږي، مجبور دي کډې وکړي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کوټه ښارکې د هدفي وژنو يوه نوې لړۍ پيل شوې، چې په نتيجه کې يې د هزاره قوم پينځه تنه وژل شوي او شپږتنه په کې ټپيان شوي دي.

هزاره ډيموکراټيک ګوند د جمعې په غرمه د دغو هدفي وژنوپه ضد په کوټه ښارکې يوه ستره احتجاجي مظاهره وکړه چې سلګونو تنو په کې ګډون کړى وو او د ترهګرۍ او فرقه پالنې په ضد يې شعارونه ورکول.

په احتجاجي مظاهره کې شامل د هزاره ګوند مشرعبدالخالق هزاره وايي، له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د بلوچستان په مرکزکوټه او ځينو نورو بلوڅ مېشتو سيمو کې شاوخوا دوه زره هزاره ګان په پرله پسې هدفي پېښو، ځانوژونکيو او بمي بريدونو کې وژل شوي، وايي څه موده په دغو پېښو کې کموالى راغى، خو اوس بيا د امنيتي ادارو د ناکامۍ له امله يو ځل د دوى د خلکو هدفي وژنې پيل شوې دي:

((مرکزي حکومت چې نوى ملي پلان جوړ کړى، د هغه له مخې بايد د دغو ترهګرو په ضد کلک عکس العمل وښيي، خو داسې مالومېږي چې زموږحکومت او امنيتي ادارې له ترهګرو سره خواخوږي لري، دوى ترهګرو ته بشپړ واک ورکړى چې هرځاى هزاره وو، دوى حق لري چې په هدف سره يې و وژني.

زه له حکومته دا غواړم چې د هزاره ګانو امنيت وساتي او ترهګر ونيسي.))

احتجاج کوونکو هزاره ګانوغوښتل چې خپل لاريون د ښار پرلويو سړکونو د بلوچستان د اعلى وزير د دفتر پر لور وغځوي او يو ساعت د اعلى وزير د دفتر مخې ته د احتجاج په توګه اعتصاب وکړي، خو د امنيتي خطرونو له امله امنيتي ادارو دوى ته اجازه ور نه کړه او پر علمدار سړک يې اجتجاج وکړ، چې د مري اباد په نوم د هزاره ګانو ګڼ مېشتې سيمې ته نيژدې پروت دى.

د هزاره ډيموکراټيک ګوند يو بل مشر رضا وکيل وايي، هزاره دوکانداران د اوسنيو هدفي پېښو له امله پرکورونو ناست دي او خپلو کاروبارونو ته نه شي تلاى:

((ويره خو شته، زموږ دوکاندارانو احتجاجاً تر نامالومو مودې پورې خپل کاروبارونه بند کړي دي، چې ترڅو پورې حکومت موږته تحفظ نه وي راکړى او زموږ د امنيت مسووليت يې پرغاړه نه وي اخيستى، موږخپل دوکانونه نه خلاصوو او بازارونه تړلي ساتو.

که مجبورشو د پاکستان په کچه احتجاجونه کوو، بيا ملګرو ملتونو ته ځو، بيا په ټوله نړۍ کې يوځل بيا احتجاجونه پيلوو.))

رضا وکيل وايي، حکومت د دغو پېښو پر پړه پر بهرنيو استخباراتو ور اچوي، خو وايي دا په خپله د پاکستان د امنيتي ادارو ناکامي ده.

ده له ملګروملتونو د هزاره ګانو د وژنو د مخنيوي غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که پرخلکو يې د حمله مخه ونه نيول شوه، هزاره ګان به مجبور وي چې بيا د پاکستان نورو ايالتونو يا نورو هېوادونو ته کډه شي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان ايالتي حکومت په وروستيو هدفي وژنو کې د لاس لرونکيو کسانو په ضد د پلټنې د عملياتو پرېکړه کړې ده او دې ته په پام سره چې هدفي وژنې اکثرد موټرسايکلونو په وسيله کېږي، په کوټه ښارکې يې پر موټر سايکل د دوو کسانو پرګرځېدو بنديز اعلان کړى، خو د هزاره ډيموکراټيک ګوند مشران وايي، دوى د حکومت پر دا ډول برسېرن عکس العمل او په فرقه ييزه ترهګرۍ د لاس لرونکيو کسانو په ضد د عملياتو پر ادعاوو باور نه لري.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG