د قفقاز امارت د مشر په توګه د محمد سلیمانوف د ګمارنې خبر د روسیې د اسلامي کميټې د مشر حیدر جمال لخوا ورکړل شوی دی.
نوموړي تر دې وړاندې خپل ځان د الیاس خاب کیبیکوف احتمالي ځايناستی باله. د قفقاز نوټ Caucasus Knotپه نوم یوې ویب پاڼې د سلیمانوف د یوه نژدې کس له قوله دا راپورونه تایید کړي او زیاتوي چې د هغه ګمارل به په رسمي ډول ډیر ژر اعلان شي.
سلیمانوف اوس مهال د داغستان ولایت یو مذهبي مشر دی. د جمال په خبره سلیمانوف هم د کیبیکوف په څیر یو با نفوذه کس دی او د هغه ښوونکي تر نظر لاندې یې دیني زده کړې کړي چې کیبیکوف کړې وې. دغه ښوونکی مرتضی علی محمدوف نومیږي.
که چیرې د شمالي قفقاز د اسلامي امارت د مشر په توګه د سلیمانوف ګمارنه په رسمي توګه تایید شي نو دا د قفقاز د اسلامي امارت دوهم پرله پسې مشر دی چې په اصل کې د چچین نه دی او دا ښیې چې د چچین یاغیان چې یو وخت ددغه بغاوت د ملا تیر بلل کیده اوس د هغه امنیتي پرسونل لخوا له صحنې څخه ایستل شوي چې د کریملین پلوه چیچین جمهوریت د مشر رمضان قادروف په ملاتړ ولاړ دي.
قادروف د مې پر۲۸ نیټه د پولیسو ځواکونو ته په وینا کې وویل چې داسې ښکاري ډیری ځوانان د شمالي قفقاز د یاغیانو پر ځای د اسلامي دولت ډلې سره یوځای کېږي.
پر دې سربیره د چیچن یاغیانو دوو ډیرو تجربه لرونکو قوماندانانو د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کړی دی.
دغه قومندانان د نادر ابو خالد په ګډون چې یو نامتو سلفي خطیب دی، ډیری نور داغستاني ملګري هم لري.
۳۰ کلن ابو خالد چې په نادر میدیتوف هم مشهور دی، د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې د وسلې درلودلو په شک ونیول شو او تر دوو میاشتو پورې نظر بند وو، خوپه رسمي ډول په هیڅ ډول جرم تورن نه دی.
یو خبریال محمد محمدوف له اسلامي دولت ډلي سره د ابوخالد یوځای کیدل غیر منتظره بولي.
دی وایې ابوخالد په یوه داسي دوره کې راپورته شوی چې په شمالي قفقاز کې وسلوال یاغیان یو ډیر جدي ځواک بلل کیده،خو ابوخالد د کلونو لپاره له هغوی سره یوځای نشو.
یوه بل دیني عالم بیا ویلي چې ابوخالد یا میدیتوف به ښایې د اسلامي دولت ډلي ته یو داسي کامیابه رول ولوبوی چې سعید بوریاتسکي په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ کلونو کې د قفقاز امارت لپاره ولوباوه، خو که داسې هم ونشي هغه به د داغستان د مسلمانانو د زړونو او ذهنونو د خپلولو په برخه کې د سلیمانوف یوعمده سیال وي.
پدې توګه ویل کیږي چې د قفقاز اسلامي امارت دوام لا هم د یوې پوښتنې په توګه پاته دی.