د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د انتخاباتو کمیسیون د خپلو سلګونو کارکوونکو د بیا جذبولو په هڅه کې دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې د دوې د سلګونو کارکونکو د معاشونوبندول به د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت منفي اغیز وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، هڅه کوي چې د خپلو هغو سلګونه کارکوونکو بیا جذبولو ته زمینه برابره کړي چې په دې وروستیو کې معاشونه بند او دندې یې پریښي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیونکمیشنره شریفه زرمتي وایي؛ دوی له افغان ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او هیله مند دي چې دا خبرې په نږدې ورځو کې نتیجه ورکړي.

آغلې زرمتۍ ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دوی شاوخوا زرو کارکوونکو معاشونه بند او دندې یې پرېښودې:

((وګورو چې حکومت له موږ سره په دې برخه کې څومره مرستې کوي؛ اما د پروژوې له لحاظه یو. اېن. ډي. پي خپل مادي امکانات چې دا دومره کلونه یې دې کمیسیون ته ورکول؛ قطع کړي دي. نو حکومت نه شي کولای چې ټولو کارکوونکو ته معاش ورسوي؛ ناچاري ده چې دغو کار کوونکو ته د کمیسیون له خوا ځواب ورکړل شوی؛ خو موږ ناهیلې نه یو پرلپسې ناستې لرو؛ هیله مند یو چې دا کار کوونکي بیا راجذب کړو.))

د کمیسیون کارکوونکو ته معاشونه د اروپایي ټولنې او یو.ان.ډي.پي له خوا ورکول کېدل او اوس دغو ادارو د خپلو مرستو دوام د انتخاباتو د بهیر په اصلاحاتو پورې مشروطې کړي دي.

مېرمنزرمتي همدارنګه وویل؛ که چېرې کمیسیون دغه کار کوونکي له لاسه ورکړي؛ نو په راتلونکو انتخاباتو کې به مسلکي کسان ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون چې د ولسمشر په فرمان جوړ شوی و؛ تراوسه خپل کار نه دی پیل کړی.

اوس پوښتنه دا ده چې د اروپایي ټولنې د مرستو په کمېدو سره د دغو کمیسیون د کار کوونکو په ژوند څومره ناوړه اغیز کړی.

محمد الله کمال چې پخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د بهرنیو اړیکو مدیر و؛ په دې اړه وايي:

((تقریباً د می په 17مه نېټه موږ ته وویل شول چې ستاسې معاشونه نور قطع دي؛ دولس سوه کورنۍ داسې بې سرنوشته شول؛ متاسفانه چې د کار دروازې د ټولو افغانانو لپاره بندې دي؛ زه په خپله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم؛ کار نه پیدا کیږي د کور کرایه او همدارنګه نور لګښوته راپه غاړه دي؛ خو اوس موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.))

اخوا د انتخاباتو څارونکي بنسټونه بیا د انتخاباتي کمیسونونو د سلګونو کار کوونکو د معاشونو په قطع کېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

له دې وړاندې حکومتي چارواکو ویلي چې دوی ته د انتخاباتو اصلاح لومړیتوب لري او وروسته به هڅه وکړي چې د کمیسیون کارکوونکو ته مالي ملاتړ را جلب کړي.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي؛ د انتخاباتو د سلګونه کارکوونکو دنده پرېښودل یوه لویه تشه ده او حکومت به ژر ونه توانیږي چې په دې اندازه مسلکي کسان بېرته کمیسیون ته جذب کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG