د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

په دوو وزارتونو کې له شته اداري فساده پرده پورته شوه


د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې کمیټې په دوو جلا راپورنو کې د بهرنیو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو کې له شته اداري فساده پرده پورته کړه.

دغې کميټې د چهارشنبې په ورځ د دوو جلا راپورونو په خپرولو سره په کابل کې وویل چې د استخدام په پروسه کې حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي نفوذ لري او خپل کسان په دندو ګماري.

د اداري فساد پر وړاندې څارنې او اروزنې د ګډې کمیټې اجراییه ریس راشد بهروز وایي، قومي مسایلو او مداخلو د استخدام پروسې ته زیان رسولي دي:

((شاوخوا ۱۲ کسان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملي شورا د اوسنیو او پخوانیو وکیلانو خپلوان په دغه وزارت کې اوس مهال هم کار کوي شاوخوا ۴تنه نورچې د پخوانیو وکیلانو خویندې یا هم ورونه دي کارکوي همدا راز ۷ تنه نور هم د اوسنیو او پخوانیو چارواکو کسان په دغه وزارت کې دي دغه ټول په کلیدي پوستونو کې کار کوي.))

ښاغلي راشد وویل چې ۴۶۵۰ ديپلوماتیک پاسپورتونه په غیر قانوني ډول هغو کسانو ته چې په شرایطو برابر نه دي صادرشوي چې د نوموړي په خبره له دغو پاسپورتونو څخه د شخصي مقصدونو لپاره استفاد کیږي.

نوموړي وویل چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون هم په بهرنیو چارو وزارت کې د مقرریو له پروسې شکایت لري.

ومو غوښتل په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو د یاد وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټې نه یوازې په بهرنیوچارو وزارت کې د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړیو له نفوذه پرده پورته کړه بلکې د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو په وزارت کې یې هم د میلونونه ډالرو د ضایع کېدو په اړه رپوټ خپور کړ.

د دې کمیټې رییس یما ترابي وویل چې په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې یوې مافیايي ډلې یاد وزارت له ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي ترابي وویل چې د دوی د موندنوله مخې هرکال په دې وزارت کې له پنځوسو تراتیاو میلیونه ډالرو پورې پیسې شخصي جیبونو ته ځي.

نوموړی زیاته کړه چې د معلولینو او د شهیدانو د کورنیو د معاشونو پروسه پیچلې ده او د بډو اخیستو ته یې زمینه برابره کړي.

په عین حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په دغه وزارت کې دا ډول اندیښنې تاییدوي خو وايي، د پیسو د ضایع کیدو په اړه خبرې بې اساسه دي.د دغه وزارت ویاند علي افتخاري ازادي راډیو ته وویل:

((بې له شکه اندېښنې موجودې دي د کاراو ټولینزو چارو وزارت له خوا د دې ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پیل شوې، دا مهال د وزیرصاحب د سل لومړیو کاري ورځو په پروګرام کې دا هم ده چې یوه کمېټه جوړه کړي چې غړي به یې د وزارت له چوکاټه بهر وي، دوی به په مالي برخه کې چې اندېښنې موجودې دي څیړنه کوي.))

دا لومړي ځل نه دی چې بېلابېلو وزارتونو کې د اداري فساد په اړه راپورونه ورکول کیږي بلکې له دې څخه وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي دي.

د چارو کتونکې وايي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د استخدامولو په پروسه کې حکومت باید جدي پروګرام په نظر کې ولري، څو د فساد ریښه په ټولو دولتي ادارو کې له منځه لاړه شي.

راپورک مرضیه احمدزې

XS
SM
MD
LG