د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

پاکستان د ولسمشر غني اساسي غوښتنې نه دي ځواب کړي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي؛ اسلام آباد د هغو غوښتنو یوه برخه عملي کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني ورڅخه په یوه لیک کې کړې وې.

د جمهوري ریاست یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې کابل تر آخرین فرصته له پاکستان څخه په دې برخه کې د عملي ګامونو په تمه دی.

اوس چې اسلام آباد ته د افغان حکومت د لیک له استولو نږدې درې اونۍ تېرې شوې؛ تمه کیږي چې د ټاکل شوي وخت تر پوره کېدو وروسته به اسلام آباد د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندې شویو شرایطوعملي کولو ته اقدام وکړي.

د جمهوري ریاست یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې پاکستان د افغان ولسمشر له غوښتنو څخه اساسي برخې لکه له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو او د دغه هېواد په خاوره کې د طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو په برخه کې نه دي ځواب کړي.

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په یوې خبري غونډه کې ویلي وو چې د پاکستان پر وړاندې د حکومت دریځ روښانه شوی او اسلام آباد د افغانستان ځينې غوښتنې منلي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید علي کاظمي وایي؛ اوس د دې وخت را رسېدلی، څو حکومت د پاکستان پر وړاندې پیچلی سیاست پای ته ورسوي او یو روښانه دریځ خپل کړي.

ښاغلی کاظمي وایي چې ټول باید یو دریځ غوره کړي او د خلکو استازې هم باید د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت له سیاست څخه خبر وي:

((څو مورده چې د جمور رییس په لیک کې پاکستان ته مطرح شوي وو؛ تر اوسه د پاکستان له خوا یې څه نتیجې لیدل شوي نه دي.

په دې اړه به د نورو بنسټونو سره چې د حکومت په پرېکړو کې ښکیل دي؛ یو ګډ دریځ خپل او تصمیم به ونیول شي او لازمه ده چې ټولې پرېکړې د خلکو سره شریکې کړو او له دوی سره رښتیني وو.))

شاوخوا درې اونۍ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني اسلام آباد ته یو لیک ولېږه چې په کې پاکستان ته په اتو برخو کې یو لړ وړاندیزونه مطرح شوي وو.

په دغو غوښتنو کې د سولې په پروسه کې د پاکستان د ریښتینې همکارۍ؛ په دغه هېواد کې د تروریستي مرکزونو له منځه وړل؛ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د ستونزو هوارول او داسې نور موارد شامل دي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا پاکستان به د افغان حکومت غوښتنې عملي کړي؟

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د سټراټیژیکو څیړنو د مرکز رییس روح الله امین د دغه هېواد له خوا د یادو وړاندې شویو شرطونو عملي کولو ته د شک په سترګه ګوري.

ښاغلی امین وايي چې په داسې یو وخت کې به نړۍ هم د افغانستان تر څنګ ونه دریږي؛ نو په کار ده چې دا هېواد له پاکستان سره د خپلو سیاستونو په خاطر له احتیاطه کار واخلي:

((اوس نړېواله ټولنه نه حوصله او نه هم د ترورزیم سره د مبارزې په برخه کې پیسې لري چې په پاکستان فشار راوړي؛ نو دا فرصت هم نه لرو چې نړېواله ټولنه په پاکستان فشار راوړي؛ مګر دا چې د پاکستان لپاره ځینې امتیازات په پام کې ونیسي؛ له دې پرته باور نه لرم چې پاکستان دې زموږ له خوا ټاکل شوي وخت ته مثبت ځواب ورکړي.))

کارپوهان وايي، که ولسمشر غني په دې لټه کې دی چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې د تروریستانو فعالیتونه بند کړي باید د دغه هېواد پر وړاندې په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.

د چارو دغه پوهان د اسلام اباد او کابل تر منځ د شرطونو تبادله مثبته نه ارزوي او وايي چې په دې کار سره به نه یواځې پاکستان د تروریستانو لپاره د زمینو له برابرولو لاس په سر نه شي؛ بلکې په دغسې سیاستونو سره به نړۍ هم له افغانستانه واټن واخلي.

XS
SM
MD
LG