د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د عبدالرشید دوستم او عطامحمدنور ترمنځ اتحاد، پوښتنې او اندیښنې


اجرائیه ریاست د جمعیت او جنبش ګوندونو ترمنځ جوړ شوی اتحاد په شمالي ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره یو ګټور ګام بولي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشرد لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست دا اقدام به په شمال کې د حالاتو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ د سرپرست عطا محمد نور ترمنځ د اتحاد د رامنځ ته کېدو په تړاو د راپورونو تر خپریدو وروسته، اجرائیه ریاست دا یو ګټور ګام وباله.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت تل له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ غوښتونکې دی او دا یو والی به د افغان ځواکونو د ملاتړ لامل وګرځي:

((له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړپه ټولو مواردو او ساحاتو کې زموږ په ګټه دی.

حکومت د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لا زیاتو همکاریو ته سترګه په لار دی او دا ټکۍ په شمال کې د امنیت راتګ او ثبات سره د مرستې لپاره اساسي کار ګڼي.))

تازه راپورونه وایې چې د جنبش ګوند مشرعبدالرشید دوستم او د جمعیت ګوند د اجرایوي مشرعطامحمد نور خپلوکې یو اتحاد رامنځ ته کړی چې هدف یې په شمال کې د امنیت ټینګښت او له وسله والو مخالفانو سره ګډه مبارزه ده.

د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیح الله فطرت دا راپورونه تائیدوي او زیاتوي چې تراوسه په دې اړه په کابل، فاریاب او بلخ کې غونډې شوي دي.

ښاغلي فطرت جوړشوی اتحاد سیاسي وباله او ویې ویل، چې د دواړو ګوندونو مشرانو په دې تړاو خپلو کې تماسونه نیولي دي:

((دا یو دولتي اتحاد نه دی بلکې د خلکو او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوو ګوندو سیاسي اتحاد دی او غواړي چې له خپلو وړتیاوو او د خپلو خلکو له توانمندۍ څخه ګټه واخلي.))

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په یو شمېرشمالي ولایتونو کې وروستیو ناامنیو د بېلابېلو کړیو او خلکو ترمنځ اندیښنې را پیدا کړي دي.

خو په ورته وخت کې داسې اندیښنې هم شته چې ښایې د دې اتحاد د رامنځ ته کېدو هدف په شمال کې د ملیشه ځواکونو د حضور لپاره د زمینې برابرول وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان وایې، که څه هم د امنیت د ټینګښت لپاره د یادو سیاسي څیرو له یووالي هرکلۍ کوي، خو سپارښتنه کوي چې دا ډول حرکتونه باید د حکومت له خوا اداره او څارنه یې وشي:

((زما په نظردا یو نیک اقدام دی او اړتیا شته چې یو ځلي بیا کتنه ورباندې وشي او حکومت هم باید له هغو مواردو لکه د تاوتریخوالي، نفاق او داسې مسایلو له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

دې ته اړتیا شته چې په یو ښه مدیریت او تعهد سره مخ ته ولاړ شي غیر له دې نه به جدي اندیښنه وي.))

ځېني کارپوهان په شمال کې د یادو چارواکو نفوذ او د دغې سیمې له حالاتو څخه د دوي پيژندګلوۍ ته په کتو وایې چې دا کسان کولای شي د شمالي ولایتونو د امنیت په ټینګښت کې ګټور کار وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود اندیښنه څرګندوي چې که دا اتحاد په سمیه کې ملیشه ځواکونه پياوړي کړي، نو دا کار به د کورنۍ جګړې او ان د هېواد د تجزیې لامل وګرځي.

XS
SM
MD
LG