د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د پاکستان یونایټډ بانک د افغان پښتنې بانک ۳۱میلیونه کلدارې پور نه ورکوي


افغان چارواکي وایي چې د پاکستان یونایټډ بانک د افغانستان د پښتني بانک د یودېرشو میلیونو پاکستانیو روپیو پور؛ له بېرته ورکولو ډډه کوي.

په داسې حال کې چې د پاکستان یونایټډ بانک د پښتني بانک د پور له بېرته ورکولو ډډه کوي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې برخه کې به د هېواد د مالیې وزارت له غوښتنې سره سم اقدام وکړي.

د پاکستان یونایټډ بانک اته کاله کیږي چې د افغانستان له پښتني بانک څخه یودېرش میلیونه پاکستانۍ روپۍ پوروړی دی؛ خو په دې موده کې یې نه پور او نه د هغه ټکټانه پښتنې بانک ته ورکړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ که د مالیې وزارت په دې برخه کې په رسمي ټوګه له دوی وغواړي؛ په هکله به یې لازم اقدام وشي:

((تراوسه په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته کوم مکتوب نه دی رسیدلی. که دا ډول مکتوب ترلاسه شي؛ د قوانینو په چوکاټ کې به يې په هکله اقدام وشي.))

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي چې په دوه زره شپږم میلادي کال کې د پاکستان یونایټډ بانک له پښتني بانک څخه، یو دیرش میلیونه پاکستانۍ روپۍ؛ له یوولس فیصده ټکټانې سره پور اخیستې.

دوی وايي، د دې پور د بېرته ورکولو نېټه؛ د دوه زره څوارلسم میلادي کال د جولای په میاشت کې پاې ته رسیدلي؛ خو یونایټډ بانک په دې موده کې نه خپل پور ورکړی او نه یې هم ټکټانه.

د دې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل؛ هڅې تیزې شوي چې یونایټډ بانک دغه پور له ټکټانې سره پښتنې بانک ته وسپاري.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې نیول شوي دي؛ څو په دې اړه لازم اقدامات وکړي:

((له بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې یو چې دا پور له ټکټنانې سره افغان لورې ته ورکړل شي؛ په ۲۰۰۶ میلادي کې پښتني بانک دا پیسې ورکړې وي؛ اوسمهال دا پور له ټکټنانې سره شاوخوا یو پنځوس میلیونه روپۍ کیږي؛ هیله د بهرنیو چارو وزارت په ذریعه دا پیسې پښتنې بانک ته ورکړل شي.))

کارپوهان وايي، د بانکونو ترمینځ د پورونو راکړه ورکړه؛ یوقانوني چلند دی، خو هڅه دې وشي چې دا پروسه پر ټاکلي وخت او جدې توګه وڅارل شي.

دا قتصادي چارو پوه امین فرهنګ وايي؛ د یونایټډ بانک او پښتنې بانک د معاملې په مینځ کې شفاف او مسلکي عمل نه دی شوی؛ که نه نو دا ستونزه نه رامینځته کېدله.

ده وویل چې د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم باید پیاوړی شي؛ ترڅو له یوې خوا دا ډول ستونزې تکرار نه شي او له بلې خوا د هېواد پر بانکونو د خلکو باور زیات شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG