د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوادظریف په ویانا کې له پرونیو اوږدو خبرو وروسته ناوخته د سلامشورو لپار تهران ته روان شو.
د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د تهران او شپږو قدرتونو ترمینځ د موافقې لپاره مهلت د جون د میاشتې دېرشمه ټاکل شوی؛ خو ګومان کېږي چې دا مهلت وغځېږي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې ظریف به د چارشنبې په ورځ له ټاکلي مهلت څخه یوه ورځ وروسته بیا په ویانا کې په خبرو کې برخه واخلي.
یوه امریکايي مقام چې په خبرو کې یې ګډون درلود؛ ونه ویل چې د سه شنبې تر ورځې موافقه ممکنه نه ده؛ خو ویې ویل، تر ټولو غوره به دا وي چې که ووایو، دواړه لوري پلان لري چې د خبرو د دوام لپاره له ټاکل شوي مهلت څخه واوړي.
یو ایراني مقام وویل، تردې دمه د مهلت د اوږدولو په اړه بحثونه یا دې کار ته لېوالتیا نشته او دې ته ورته څرګندونې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګیریني هم وکړې.
مېرمن موګیریني وویل، د بهرنیوچارو وزیران به خبرې اترې یوازې هغه وخت بیاپیل کړي چې د ټیټې کچې مرکچیانو ترمینځ اختلاف له مینځه ولاړ شي.
موګیریني چې له ایران سره په خبرو کې د امریکا؛ برتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني له لوري استازیتوب کوي تایید کړه چې یوې موافقې ته رسېدل به آسانه نه وي.
((خبرې به ستونزمنې وي. دا خبرې تل ستونزمنې وي خو ناممکنې نه دي. یوې موافقې ته د رسېدو عوامل لاهم شته او اوس به ښايي تر پخوا زیات وي.
دا ترهرڅه مخکې د وسلو د نه پراختیا موافقه او زموږ او زموږ د نړۍ د امنیت مساله ده. دا په یوه ډول سره د ټولې نړۍ خبرې دي.
هو دا خبرې به ستونزمنې وي؛ خو د سیاسي ارادې بنسټ پر دې اړتیا ولاړ دی چې نړیواله ټولنه باید یوې ښې موافقې ته ورسېږي.))
د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو او تهران استازو د تېرو دوو ورځو په خبرو کې هڅه وکړه؛ څو یوې موافقې ته د رسېدو په وړاندې خنډونه له مینځه یوسي.
نړېواله ټولنه له ایران څخه غواړي چې خپل اټومي پروګرام محدود کړي ځکه وېرېږي چې تهران ته به د اټومي وسلې د جوړولو امکان ورکړي. تهران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د لویدیځ له خوا د لګول شویو بندیزونو لېرې کېدل غواړي.