د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

دفاع وزارت له ناټو څخه نورې ټرانسپورټي او جنګي الوتکې غواړي


وروسته له دې چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له افغان پوځ او په تېره له هوايي ځواک سره د نورو مرستې ژمنه وشوه؛ د افغانستان دفاع وزارت د هوايي ځواک د هغو برخو یادونه کوي چې مرستې ته اړتیا لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل چې د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي د هوايي ځواک د اړتیا وړ تجهیزاتو طرح په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ته وسپارله:

((هلې ځلې مو دا دي چې د ټرانسپورټ او هلیکوپټر برخه مو کاملاً فعاله شي؛ موږ باید محاربوي هلیکوپټر ولرو او د ټرانسپورټي هلیکوپټرو او ټرانسپورټي الوتکو شمېر مو زیات شي او له دې وروسته باید هغه برخې فعالې شي چې تراوسه نه دي فعالې شوي. لکه رادار، دافع هوا راکټ او د هوايي مدافعې الوتکې چې په هغه کې بمبارد، ښکاري، کشف او حمایوي الوتکې وي.))

د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل چې د هوايي ځواک د پیاوړي کولو هڅې باید ډېرې مخکې پیل شوې وای؛ خو ده ډاډ ورکړ چې دی به ځانګړې پاملرنه ورته وکړي. ښاغلي ستانکزي یادونه وکړه چې د ناټو په غونډه کې دې مسالې ته ځانګړې پاملرنه وشوه:

((د ناټو د عمومي منشي او د ګڼ شمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو په څرګندونو کې دې ته اشاره وشوه چې باید د افغانستان هوايي ځواک ته پاملرنه وشي؛ کار یې چټک شي، اکمال او ښوونې او روزنې ته یې زیات پام وشي ځکه افغانستان اړتیا ورته لري.))

ښاغلي ستانکزي په روانو جګړو کې د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د هوايي ځواک ونډه خورا مهمه وبلله. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي؛ د افغانستان هوايي ځواک په خپل اوسني ظرفیت کې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي:

((زموږ ځمکنۍ قواوې چې کومې دندې سرته رسوي په ټولو ساحو کې د هوايي ځواک په مرسته او د هغو په ملاتړ ترسره کېږي. موږ محاربوي هلیکوپټر هم لرو او ټرانسپورټي هلیکوپټر او الوتکې مو هم په دندو بوختې دي.

هوايي ځواک د یوسل او څلوېښتو او یوسل پنځوسو په شاوخوا کې ټرانسپورټي او محاربوي پروازونه کوي او همداراز کشف الوتکې مو په کشفي ساحه کې په دندو بوختې دي.))

افغانستان په تېر وخت کې غښتلی هوايي او د هوايي مدافعې ځواک درلود؛ خو ټول تجهیزات یې د کورنیو جګړو پرمهال له نورو ملي شتمنیو سره یوځای لوټ شول.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په کلونو کې هم په دې اړه له ناټو او نړیوالې ټولنې څخه زیاتې غوښتنې وشوې خو عملي ګام پورته نشو.

XS
SM
MD
LG