د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

افغانستان د منځني آسیا له هېوادونو پوځي تجهیزات غوښتي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، حکومت له تروریستانو سره د مبارزې لپاره له ګاونډیو او د منځني آسیا له هېوادونو څخه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

د ناامنیو زیاتېدل او په افغانستان کې د سلګونو جنګیالیو حضور د افغان امنیتي چارواکو د مرستې لاس د منځنۍ آسیا د هېوادونو لورته اوږد کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر چې د وروستیو نا امنیو، د طالبانو لاس ته د ځينو ولسوالیو د لوېدو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی و؛ خبرداری ورکوي چې وسله وال مخالفان به له شپږو میاشتو څخه د زیاتې مودې لپاره نور د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ونه شي درېدلای.

ښاغلی علومي د افغانستان په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو حضور نه یوازې دا چې د دغه هېواد لپاره یو ستر ګواښ ګڼي بلکې وایي چې دغه جنګیالي د افغانستان له خاورې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د نا امنه کولو لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.

د کورنیو چارو وزیر وايي چې د همدغو مخالفانو د له منځه وړلو لپاره یې د منځنۍ آسیا د هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړي او په دغو کتنو کې یې له هغوی څخه پو ځې تجهیزات غوښتي دي:

((له شمال څخه مو وروستی راپور دا دی چې هغوی له کورنیو سره اوسیږي او بهرني ریښه لري، دوی په ریښتیا غواړي چې د افغانستان د شمال په ګاوڼدیو هېوادونو فشار راوړي؛ موږ دا خبره هغوی ته کړې ده؛ هغوی ته مو ویلي چې افغانانو تاسې ته ځانونه سپر کړي دي او تاسې هم باید په دې اړه پام وکړئ؛ موږ هیله نه لرو چې له خاورې څخه مو څوک استفاده وکړي؛ هغه وسایل او تجهیزات چې لري یې له افغان حکومت سره یې مرسته وکړي.))

تردې وړاندې افغان حکومت له هند څخه هم پوځي تجهیزات غوښتي وو.

هغه مهال پوځي کارپوهانو ویلي وو؛ هېڅ یو هېواد نه شي کولای چې افغانستان ته د دغو تجهیزاتو د مرستې په برخه کې د امریکا ځای ونیسي.

خو اوس مهال دغه پوځي کارپوهان په دې اړه چې افغانستان د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره د منځني آسیا له هېوادونو د تجهیزاتو غوښتنه کړې او آيا دغه پوځي مرستې به له دغه هېواد سره د تروریستانو په له منځه وړلو کې څه مرسته وکړي څه نظر لري؟

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخیل په دې اړه وایي:

((که چېرته روسیه، چین او د آسیای میانه هېوادونه له افغانستان سره دا مرسته وکړي؛ باید دا له امریکا او ناټو سره هماهنګ شي؛ که له هغوی سره هماهنګ نشي نو امکان لري چې له افغانستان سره به په تجهیز کې مرسته ونه کړي.))

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سلګونو چیچني، ازبک او پاکستاني جنګیالیو په حضور سره په دغه هېواد کې د نا امنیو لمن پراخه شوې.

د افغانستان دننه له مخالفانو سره د یو شمېر قومندانانو مرسته هم هغه څه ده چې د کورنیو چارو وزیر ترې یادونه وکړه.

حکومت اوس مهال د هېواد په یو شمېر سیمو کې له لسو څخه زیات عملیات د مخالفانو د له منځه وړلو لپاره پیل کړي دي.

د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي کولای شي؛ د وسله والو مخالفانو په له منځه وړلو کې ګټوره اوسي او حکومت باید دې مستلې ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG