د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

عبدالله: ستونزې او فساد له تېر حکومته موږ ته په مېراث پاتې دي


د افغانستان اجرایه رییس وايي چې په نا امنه وضعیت کې دوی ته په فساد کې غرق حکومت په میراث پاتې دی.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس په دې هیواد کې ستونزو؛ نا امنیو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیتونو ته په پام وايي چې دوی ته له تېرنه نا امنه او په فساد ککړحکومت په میراث پاتې دی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې داعش په افغانستان کې فعالیت لري او هره ورځ د دې هېواد له خلکو او امنیتي ځواکونو نه قرباني اخلي.

د ښاغلي عبدالله په خبره پخواني حکومت تروریزم ته د ودې موقع ورکړه او له ګاونډیو او نړېوالو سره یې د افغانستان اړیکې خرابې کړي:

((د ملي وحدت حکومت ته له تېر نه ډیر سخت میراث پاتې دي؛ په فساد کې غرق میراث، داسې میراث چې په کې نا امنیو ته اجازه ورکړل شوه؛ داسې میراث چې په کې تروریزم ته د ودې ورکولو موقع ورکړل شوه.

بالاخره د افغانستان اړیکې په کې له ګاونډیو هېوادونو او نړېوالې سره خرابې شوي؛ موږ د نړېوالو په مرستو تکیه درلوده؛ خو په تېرو کلنو کې له دې مرستو نه سمه ګټه پورته نه شوه.))

خو عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت پر خلکو تکیه لري او باید د خلکو باور له لاسه ورنه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت تربل هروخت خراب شوی او د وسله والو طالبانو ترڅنګ اسلامي دولت ډلې یا داعش هم پراخ فعالیتونه پیل کړي.

دغه راز اداري فساد بله جدي ستونزه ده چې په ملي او نړېواله سطح ورته ګوته نیول کیږي او د ملي وحدت د حکومت له ژمنو سره - سره لاتراوسه یې لمن له دې هېواده نه ده ټوله شوې.

په همدې حال کې د سیاسي چارو څیړونکی روح الله امین دا مني چې د حامد کرزي په حکومت کې جدي نیمګړتیاوې وې؛ خو دی ټینګار کوي چې اوسنی حکومت په خپله هم خورا ستونزې لري:

((مخکیني حکومت ستونزې درلودې؛ خو اوسنی حکومت هم له پخواني نه ښه نه دی.

په کارونو، په انتخابونو، په مدیریت، نظام جوړولو او خلکو ته د کار کولو په برخه کې.

دغه راز اوسنی حکومت د هېواد په داخل او بهر کې په خپلو سیاسي اړیکو کې او همدا شان د پالیسیو په تولید او د پروګرامونو په تطبیق کې بریالی نه دی.))

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملي وحدت د حکومت مشرانو د افغانستان له خلکو سره ژمنې کړې وې چې امنیت به ټینګوي؛ فساد به له منځه وړي او ښه حکومتداري به رامنځ ته کوي.

اخو خلک او حتی د ملي شورا غړي انتقاد کوي چې د دې حکومت له جوړېدو نه نږدې لس میاشتې تېریږي؛ خو مشرانو یې خپلې ژمني نه یوازې عملي کړي؛ نه دي بلکې په دې برخه کې یې لازم اقدامات هم نه دي کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG