د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د امنیتي سکتور مشران د امنیت شورا په ځینو غړیو بې باوره دي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د امنیتي سکتور مشران د امنیت شورا په ځینو غړیو بې باوره دي او نه غواړي چې محرم اسناد ورسره شریک کړي.

نوموړې جرګه وايي، که له یوې خوا د امنیتي ارګانونو مشران د امنیت شورا په ځینو غړیو باورنه لري له بلې خوا یاده شورا دا چارواکي نه پریږدي چې په مستقیمه توګه خپل محرم اسناد ولسمشر ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړیو د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د امنیت شورا او امنیتي ارګانونو د مشرانو ترمنځ دا مساله خطرناکه وبلله او ویې ویل که یې مخه ونه نیول شي افغان بې ګناه پوځیان به یې قربانۍ ورکوي.

د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ټینګار وکړ چې د امنیتي ارګانونو مشران باید په مستقیمه توګه جمهور رییس ته راپور ورکړي او ولسي جرګې ته دې هم له ضد او نقیض څرګندونو ډډه وکړي:

((د امنیتي رپوټونو د سموالي په خاطر د ملي امنیت ریاست مکلفه دی چې دا رپوټونه په مستقیمه توګه جمهوررییس ته وړاندې کړي.

همداراز امنیتي ارګانونه له ضد او نقیض رپوټونو ډډه وکړي او دقیق رپوټ شورا ته وړاندې کړي.))

ښاغلي قدیرهمدا راز د امنیتي وضعیت په اړه هم اندیښنه وښوده او ویې ویل چې امنیتي چارواکي باید د وضعې د ښه کیدو لپاره جدي اقدام وکړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي د ملي امنیت شورا د غړیو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د لانجو او ولسمشرته د سندونو د رسولو په اړه راپورته شوی خپګان داسې بیان کړ:

((د ملي امنیت ریاست دی، د دفاع او داخلی وزارتونو کوم کشفي ارګانونه چې دي هغه د ملي امنیت شورا په یو شمېرمامورینو اعتماد نه لري نه غواړي چې خپل خاص محرم اسناد د دوی په واسطه جمهور رییس ته ولاړ شي. خو امنیت شورا یو شمېر غړي کوښښ کوي چې محرم اسناد دوی ترلاسه کړي او بیا یې جمهوررییس ته ورکړي چې دې په ادارو کې بې باوري او یو ډېرخطرناکه حالت رامنځته کړی دی.))

ښاغلي ایوبي زیاته کړه چې د امنیت شورا ځيني غړي همدا رازهڅه کوي چې د ملي امنیت په رییس رحمت الله نبیل فشار راولي څو ډېرمسایل ونه وایي او په نتیجه کې یې په ښاغلي نبیل د ملي شورا اعتماد زیانمن کړي.

د ولسي جرګې نورو غړیو هم دې جرګې ته د شنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د رییس څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې او ویې ویل چې خبرویې له تېرو څرګندونو سره سمون نه درلود.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د غونډو لپاره دوی له اصولو سره سم رپوټونه ټولوي او بیا یې جمهور رییس ته وړاندې کوي.

د دې شورا فرهنګي سلاکارنجیب منلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې همدا رازدا مساله رد کړه چې امنیت شورا د ملي امنیت په رییس رحمت الله نبیل ځیني فشارونه واردوي:

((دا طبیعي خبره ده چې اسناد د ملي امنیت شورا دفتر برابروي. په دې برخه کې هیڅ ډول حساسیت نشته دی ځکه چې د امنیت شورا د دفتر وظیفه ده چې د امنیت شورا غونډو ته اسناد برابر کړي.

رحمت الله نبیل د امنیت شورا غړی دی. طبیعي خبره ده چې په دې غونډو کې سره خبرې کوې دا چې په دې خبرو کې څه سره وايي هغه د دوی کار دی. یعنې که هدف دا وي چې د امنیت شورا د دفتر له خوا په هغه فشار راځي دا خبره ناممکنه ده ځکه چې دغه دفتر د هغوی په خدمت کې دی او د سکرټریت کار کوي.))

ښاغلي منلي وویل چې امنیت شورا د افغان حکومت د امنیت تر ټولو عالي تصمیم نیونکې مرجع ده چې مشري یې په خپله ولسمشر کوي او د دې شورا دفتر له اصولو سره سم خپله دنده مخته وړي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د افغانستان د امنیت شورا او امنیتي چارواکو تر منځ د لانجو او بې اعتمادیو خبره کوي چې اوسمهال په ډېرو سیمو کې نا امنۍ زیاتې شوي او د وسله والو طالبانو تر څنګ د اسلامي دولت ډلې د فعالیت له زیاتیدو جدي اندیښنې پیدا شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG