د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

پاکستاني پوځ په شوال کې وروستي عملیات پیلوي


د پاکستان پوځ په راتلونکو څو اوونیو کې د سخت دريځو پر وړاندې د جګړې اخري پړاو پيلوي. خو په همدې حال کې اندېښنې شته چې د تروريزم د مخنيوي په نامه له بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي.

په شمالي وزيرستان کې د طالبانو او نورو وسله والو سخت دريځو د مرکزونو د له منځه وړلو په مقصد د لويې کچې عمليات له يوه کال راهيسې روان دي او د پاکستان پوځ وايي؛ دا هدف نيوي فيصده تر لاسه شوی دی. خو د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون غوښتنه کوي چې د عملياتو پروسه بايد شفافه وي او خلکو ته بايد اجازه ورکړل شي چې د دغو سيمو د وضعيت په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان د شوال درې شا او خوا ځواکونه ګماري. شوال د افغانستان پولې ته نیږدې يو مهم ځای دی او د ځايي خلکو او امنيتي ځواکونو په وينا؛ په دې ځای کې د تحريک طالبان پاکستان ډله دېره وو.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ پوځ وايي چې په جون مياشت کې د ضرب عضب عملیاتو له پيل راهيسي يې ۲۷۰۰ سخت دريځي وژلي دي او د هغوی تر ۸۰۰ زیات پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د پوځ يوه مشر چې له دې عملیاتو سره مستقيم تړاو لري؛ ويلي، له دې مخکې چې مځکني ځواکونه وګمارل شي؛ پوځ د اخري ځل لپاره هوايي بمبارۍ پيلوي.

ځايي خلکو سيمې ته د پوځيانو ورتګ تاييد کړی؛ خو قبايلي مشرانو خبرداری ورکړی چې سخت دريځي افغانستان ته اوړي.

يوه قبايلي مشر عجب خان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په دې وروستيو کې شا او خوا ۲۰۰ سخت دريځي او هره ورځ ګڼ شمېر سخت دريځي افغانستان ته ځي.

خو امنيتي څېړونکي وايي، تر هغه وخته چې په قبايلي سیمو کې اداري او اقتصادي اصلاحات نه وي راغلي؛ پوځي لاسته راوړنې به لږ اغېز ولري.

د پاکستان قبايلي سيمې يا فاټا د دې هېواد له تر ټولو بې وزلې سيمو څخه دي او تر هغه قانون لاندې اداره کیږي چې د برتانيې د واکمنۍ پر مهال تر يوه پيړۍ زيات مخکې معرفي شوی و.

د امنيتي علومو او څېړنو مرکز مرستيال مشر امتياز ګل فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

((تر هغه وخته چې فاټا د نورو سيمو برخه شوې او تر ځايي قانون لاندې راغلی نه وي؛ له جنايتکارانو او سخت دريځو څخه يې تصفيه ساتل ډېر سخت کار دی.))

د پوځي عملیاتو په پايله کې زرګونو قبايلي اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودلو ته اړ شول.

په همدې حال کې د دغو پوځي عملياتو د شفافيت او د وژل شويو د پېژندنې په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي؛ خو د پاکستان پوځ د کړکېچ پر سيمه سخت کنترول لري او د خپلواکو ارزونو مخه نيسي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون کارکوونکي آی. اې رحمان فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې هېڅ لاره نه شته چې دا معلومه کړي چې پوځ څوک وژلي دي. ده ويلي چې دا پروسه بايد شفافه شي او د عملیاتو سيمو ته بايد خلک لاسرسی ولري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اعدامونو او د پاکستان د پوځي محکمو په اړه هم اندېښنې راپورته شوي دي. دا محکمې د تروريزم سره د مبارزې په مقصد جوړې شوي چې په محرمانه توګه په پټه تر سره کيږي.

اروپايي اتحاديې، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر د بشري حقونو ډلو د دغو اعدامونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په پاکستان کې دا اعدامونه له شپږ کاله ځنډ وروسته تېر کال په ډسمبر مياشت کې پيل شول او تر اوسه ۱۶۰ کسان اعدام شوي دي.

د اعدامونو په اړه د پاکستان د پوځ مشر وياند تورن جنرال عاصم باجوه د ټولنيزې رسنۍ ټويټر له لارې اعلان کړی و؛ خو د جرايمو په اړه، چېرته او کله دا محاکمې شوي او ايا کوم ثبوتونه وړاندې شوي او حتي د مجرم پېژندل شويو په اړه يې هېڅ جزيات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG